اسلامی ایران خپل امنیت دخپل ولس پامته داره ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80636-اسلامی_ایران_خپل_امنیت_دخپل_ولس_پامته_داره_ګڼی
دایران خارجه وزیر دامریکا او ځینو نوروهیوادونوله خوا په سیمې کې د فارس خلیج دملګرتیاشورا په شپږو هیوادونو د څه دپاسه سل میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسولو خرڅولو ته په اشارې سره وئیلی دی ،دایران ټول ټال پوځی لګښتونه د وسلوال ځواک د کارکونکو او ریټآیرډ شوو کسانو دحقوقو په احتساب سره په درې زره اته سوه تومانی نرخ سره شپاړس میلیارډالره دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2019 12:37 Asia/Kabul
  •   اسلامی ایران خپل امنیت دخپل ولس پامته داره ګڼی

دایران خارجه وزیر دامریکا او ځینو نوروهیوادونوله خوا په سیمې کې د فارس خلیج دملګرتیاشورا په شپږو هیوادونو د څه دپاسه سل میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسولو خرڅولو ته په اشارې سره وئیلی دی ،دایران ټول ټال پوځی لګښتونه د وسلوال ځواک د کارکونکو او ریټآیرډ شوو کسانو دحقوقو په احتساب سره په درې زره اته سوه تومانی نرخ سره شپاړس میلیارډالره دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران  خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  نن   دتهران   دطبی علومو په پوهنتون کې د  علمی او څیړنیزو  بریاؤ ته درسیدو د لارو  چارو د ارزونې په څلورم سیمنار کې  روښانه کړې ده،زمونږ څیړنې او څیړاند زمونږ له داخله دی او په ځان باندې په باؤرسره تولید او مصرف کیدلی شی دوی مصرفونکی نه ،بلکې تولیدونکی دی .

  دایران  خارجه وزیر  دامریکا او ځینو نوروهیوادونوله خوا په سیمې  کې  د فارس خلیج دملګرتیاشورا په شپږو هیوادونو د څه دپاسه سل میلیارډ ډالرو  په ارزښت  د وسولو خرڅولو ته  په اشارې سره  وئیلی دی ،دایران  ټول ټال پوځی لګښتونه  د وسلوال ځواک د کارکونکو او ریټآیرډ شوو کسانو  دحقوقو  په احتساب سره په  درې زره اته سوه تومانی نرخ سره شپاړس میلیارډالره دی . 

 محمد جواد ظریف  دغه راز وئیلی دی ،  هغه څه چې  مونږ ته ئې قدرت راپه برخه کړی دی ،  دادی ، چې  مونږ  خپل امنیت له داخله   ترلاسه کوو چې  کوم کم موهبت  نه دی .