د اروپایانو امنیت د ایران د هلوځلو پامته داره دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند وویل: اروپايي حکومتونه او د هغوي امنیتي سروسونه خامخا ښه پوهیږي چې کوم امنیت چې نن سبا په اروپا کښې موجود دی، له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران د هلوځلو له برکته دی.
د ایرنا د خبر له مخې بهرام قاسمي د پاریس او د ځینو نورو اروپايي هیوادونو د پلازمینو په سړکونو باندې تیرو ناامنیو او تاؤتریخوالو ته په اشارې سره زیاته کړه: په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د ایران مبارزه جدي ده داشان چې نن سبا د سوریې زیاتره برخه او همداشان عراق له ترهګرو پاک شوی خو د هغوي بشپړه نابودي جدي هوډ او نړیوالې اجماع ته ضرورت لري.
بهرام قاسمي وویل: اروپايي هیوادونه باید دې ټکي ته پام وکړي چې د ترهګرو له خوا په اروپا کښې تاوتریخوالی په حقیقت کښې خپله د اروپایانو د کړنلارې مخینې ته ورګرځي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: ترهګر په اروپا کښې د معلومو مرکزونو له خوا وروزل شول، برابر او په وسلو سنبال شول او د هغه مالي اوزار په مرسته چې په واک کښې یې راغله، په اروپا کښې د ویرې جوړولو سبب شول.
قاسمي له ترهګرو ډلو سره په مقابلې باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د اروپايي هیوادونو چارواکي د ترهګرۍ په وړاندې دوه ډوله سیاست لري.
هغه له ترهګرۍ د اروپایانو په اوزاري استفادې باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې ترهګري په هر شکل، هره بڼه او د نړۍ په هره سیمه کښې غندل شوې ده.
قاسمي هم داشان د ایران خلاف اجماع جوړونې لپاره کامبرا ته د امریکې د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن نزدې راتلونکي سفر په هکله وویل: دا اقدام د بولټن لپاره یو عادي او د معمول کار دی.
هغه زیاته کړه چې جان بولټن په رښتیا له یوې ایراني ضده ناروغۍ رنځیږي او بنیادي علاج ته ضرورت لري.