دایران ملت به دعزت او سرلوړۍلارې ته هماغه راز دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80749-دایران_ملت_به_دعزت_او_سرلوړۍلارې_ته_هماغه_راز_دوام_ورکړی
د اسلامی ایران ولسمشر له نورو هیوادونو سره رغنده تعامل دایران کړچار وبالۀ او وې وئیل،هغه هیوادونه چې له ایرانه لیرې شوی دی،ګرَم دی،ځکه اوس ایران د آذربایجان جمهوریت،روسیې،قزاقستان او ترکمنستان پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2019 11:30 Asia/Kabul
  • دایران ملت به دعزت او سرلوړۍلارې ته هماغه راز دوام ورکړی

د اسلامی ایران ولسمشر له نورو هیوادونو سره رغنده تعامل دایران کړچار وبالۀ او وې وئیل،هغه هیوادونه چې له ایرانه لیرې شوی دی،ګرَم دی،ځکه اوس ایران د آذربایجان جمهوریت،روسیې،قزاقستان او ترکمنستان پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لری .

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی  نن د ایران دشمال ګیلان ولایت د  لاهیجان ولسوالۍ دلسګونو زره خلکو په  ټول کې  ددې خبرې په کولو سره  دایران ملت په تاریخی آزموینې کې  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی ،ووئیل ،  دایران ولس  د دښمنانود بندیزونو په وړاندې دریدلی  او  هغوی ته ئې درنه ماته ورکړې ده .

 ډاکټر روحانی په دې خبرې په ټینګار سره چې  دښمن به هیڅکله  دایران په ضد خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږی ، زیاته کړې ،  دښمن هڅه  کړې ،  دایران په ضد  دبندیزونو په اعمالولو کې  نړۍ له ځان سره ملګری کړی ، خو  په دغې مرحلې کې ئې  هم ماته وخوړله .

 داسلامی ایران ولسمشر  د وارسا غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  دښمن په دغې ناستې کې هم  ناکام شوی دی ، ځکه  دامریکا  متحدان په دغې غونډې کې  د دغه هیواد د پروګرام او دسیسې په وړاندې  ودریدل.

حسن روحانی  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران   داقتصادی اونفسیاتی جنګ   په شرائطو کې دی ، ووئیل ،  دایران ملت او حکومت  به  په مقاومت او کلکې دریدا سره  د دښمنانو  په وړاندې کې  بریالی شی .

د اسلامی ایران ولسمشر له نورو هیوادونو سره رغنده تعامل  دایران کړچار وبالۀ او  وې وئیل ،  هغه هیوادونه چې له ایرانه لیرې شوی دی،ګرَم  دی،ځکه   اوس ایران  د آذربایجان جمهوریت ،روسیې،قزاقستان  او ترکمنستان  پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لری .