د ایران د کب د ۱۵ نیټې ځینې مطبوعات
د صیهونیسټ رژیم ټیلی ویژن اعتراف وکړ چی اسراییلیان په سید حسن نصر ا... باور لری .
رسالت
عراقچی وایی اروپا باید د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره عملی اقدامات وکړی او لګښت ورکړی .
د ایران د ټولو قواو د قومندان ستر سلاکار او مرستیال برید جنرال یحیی رحیم صفوی وویل له سیمې وراخوا هیڅ قدرت ایران ته تاوان نشی رسولی .
د روسیې لومړی وزیر وایی د امریکا ایټمی خولۍ باید د اروپا له خاورې وویستل شی .
نیویارک ټایمز لیکلی دی چی نړۍ درس اخیستلې دی چی امریکا د باور وړ نده .
د ایران خارجه وزیر ظریف امریکا ، صیهونیسټ رژیم اوهغو هیوادونو ته چی ایران پرضد دروغ خپروی خبردارې ورکړی او ویلی یې دی چی د ایران صبر په ختمیدو دې .
د امریکا مشهور سناتور برنی سیندرز وایی د امریکا خلک بې پایه جنګ نه غواړی .
جمهوری اسلامی
د نړۍ هیڅ قدرت اسلامی ایران ته تاوان نشی رسولی . ورځپاڼه په دې هکله د برید جنرال یحیی رحیم صفوی له قوله په یوه راپور کی زیاتوی چی ایران هیڅکله د مسلمانو هیوادونو لپاره خطر نه دی وویل دایران اسلامی جمهوریت حاضردمه د لویدیځې اسیا د سیمې په لومړی قدرت بدل شوی او په نړیوالو معادلاتو هم اغیزشیندونکی دی .
یحیی رحیم صفوی دامریکا دقدرت د ځوړتیا بهیر ته په اشارې سره وویل امریکا پوهیږی چې کمزوری شوی ده او نور دنړۍ ستر قدرت نه دی او زیاته یې کړه که چیرې امریکا وس درلود نو د سوریې د ولسمشر بشار اسد حکومت به یې نسکور کړی وو .
هغه د ایران داسلامی انقلاب په مرکزیت سره د اسلامی نړۍ د نوی قدرت په اړه وویل دایران اسلامی انقلاب د دنیا دقدرت هندسه ګډه وډه کړه او همدا اوس په اسلامی دنیا کښې د اوسنی روشنګرۍ مرکز دایران اسلامی انقلاب او د ایران داسلامی جمهوریت مشرۍ ده .
د اسراییلو دولتی ټیلی ویژن د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی سید حسن نصر ا... په قدرت اعتراف وکړ .
روسیه وایی چی امریکا ته ایټمی موافقې ته ستنه شی .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو ویلی دی چی د شمالی کوریا او امریکا د زیاتو خبرو اترو غوښتونکی یو .
په سوډان کی د عمرالبشیر د اقداماتو پرضد عمومی کاربندیز شوی دی .
کیهان
د فرانسې ولسمشر ماکرون ویلی دی اروپا هیڅکله د نن په شان به خطر سره نه وه مخامخ .
د روسیې فیډریشن دمسلمانانو مشر وایی تر راتلونکیو ۱۵ کلونو پورې به د روسیې ۳۰ فیصده نفوس مسلمانان شی .
اردن سوریې ته خپل الوتونه له سره پیل کړل .
د اسراییلو رسندوې اعتراف کوی چی سید حسن نصر ا... هغه کس دی چی خپل زوی لویدیځ ته د ورلیږلو پرځای د جنګ میدان ته ورلیږی .
داټومی انرژۍ په نړیوال اژانس کښې د امریکا استازی جیکی ولکاټ په یوې بیانیې کښې دایران دسیمه ییزو فعالیتونو په هکله د چټی تورونو په تکرارولو سره وویل امریکا له ایران سره داسې جامعې موافقې ته درسیدا هڅه کوی چې د واشنګټن ټولې اندیښنې ختمې کړی .
اطلاعات
د عراق ولسمشر وایی بغداد ته د ښاغلی روحانی راتلونکی سفر ډیر مهم دې .
هندوستان په کشمیر کې د پاکستان بې پایلیټه الوتکه نسکوره کړی ده .
په سوریه کې د داعش ۱۵۰ ترهه ګر کردی ځواکونو ته تسلیم شول .
روسیې په توغندوی موضوع کې امریکا په ورته ځواب وګواښله .
د وینزویلا د تیلو شرکت دفتر ، روسیې ته منتقل شو .
د صیهونیسټ رژیم ټیلی ویژن اعتراف وکړ چی اسراییلیان په سید حسن نصر ا... باور لری .