نن سبا د اسلامي نړۍ سترګې د ایران اسلامي جمهوریت ته دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80803-نن_سبا_د_اسلامي_نړۍ_سترګې_د_ایران_اسلامي_جمهوریت_ته_دي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې په اسلامي نړۍ کښې د اسلام راوژوندي کولو او په حقیقي معنا اسلامي ژوند ته ګروهنه ډیره زیاته شوې ده، ټینګار وکړ: د اسلامي نړۍ سترګې نن سبا د ایران د اسلامي جمهوریت ټولګې ته دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2019 04:26 Asia/Kabul
  • نن سبا د اسلامي نړۍ سترګې د ایران اسلامي جمهوریت ته دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې په اسلامي نړۍ کښې د اسلام راوژوندي کولو او په حقیقي معنا اسلامي ژوند ته ګروهنه ډیره زیاته شوې ده، ټینګار وکړ: د اسلامي نړۍ سترګې نن سبا د ایران د اسلامي جمهوریت ټولګې ته دي.

د معظم رهبر د آثارو د ساتنې او خپرونې د دفتر خبري سایټ پرون ولیکل چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود تیره دوشنبه د اسلامي علومو او فقهې د لوړې موسسې د غړو په کتنه کښې څرګنده کړه: د ټولو اسلامي او عربي هیوادونو د خلکو سترګې د ایران اسلامي جمهوریت ته دي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې اسلامي نړۍ نن سبا د ایران د خلکو انقلابي خوځښت ته ضرورت لري، څرګنده کړه: کوم ولسونه چې له غربي او شرقي مادي تمدنونو ستومانه شوي دي، نن سبا اسلامي ژوند ته د ګروهنې په حال کښې دي.

دوي هم دا شان د اسلام په دین کښې د کورنۍ د مسئلې اهمیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د سړیو په کامیابیو کښې د میرمنو او کورنیو رول ډیر زیات دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي ټینګار وکړ چې که د انسان میرمنه د هغه ملګرې وي او ګډ هدف ولري او ترڅنګ یې پاتې شي نو پرمختګ به یې ډیر چټک شي.