دخداوندمتعال په لاره کې زیار او مجاهدتونه دجبران وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80860-دخداوندمتعال_په_لاره_کې_زیار_او_مجاهدتونه_دجبران_وړ_نه_دی
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار قاسم سلیمانی داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له خوا د اسلامی ایران تر ټولو لوړ میډال : ذوالفقار : ترلاسه کړ چې یو تر ټولو ستر ویاړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2019 01:37 Asia/Kabul
  • دخداوندمتعال په لاره کې زیار او مجاهدتونه دجبران وړ نه دی

داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار قاسم سلیمانی داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له خوا د اسلامی ایران تر ټولو لوړ میډال : ذوالفقار : ترلاسه کړ چې یو تر ټولو ستر ویاړ دی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای  پرون ناوخته  داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس دلښکر  قوماندان جنرال قاسم سلیمانی ته  د اسلامی ایران د ترټولو لوړ میډال : ذوالفقار: د ورکولو په دستورو کې  وفرمائیل ؛ دخدای په لاره کې  مجاهدتونه  د مقابلې او جبران وړ  نه دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړې ، هغه څه چې  د خدای په لاره کې  دمجاهدت په وړاندې  شته ، او  خداوندمتعال  د خدای په لاره کې  د ژوند او مال  دوړاندې کولو  په مقابل کې  ورکوی ، بهشت  او دخدای رضا ده . 

Image Caption

  حضرت آیت ا.. .ا لعظمی سید علی خامنه ای  روښانه کړې،هغه شیان چې  د مونږ په   اختیار کې دی ، هغه که زبانی قدرونه  وی او که  عملی  ستاینه،  هغه که دمیډال ورکول وړی او  یا د درجې ورکول ،، هغه شیان دی ، چې   د مادی دنیا په محاسباتو کې دیادونې وړ دی ، خو  د الهی اومعنوی محاسباتو په  حساب نه دی ، الحمد ا...  تاسو ټولو دغه مجاهدتونه او هڅې کړی دی او  زیار مو ایستی دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائیل ؛ الحمد ا...  خداوندمتعال  زمونږ  ګران ورور  ښاغلی قاسم سلیمانی ته هم دا توان ورکړی دی ،  دوی په کرتو  او  په ځلونو  خپل ژوند  د دښمنانو  د یرغلونو په  مقابل کې وړاندې کړی  ، دخدای په لاره کې ، او په اخلاص سره ئې  او دخدای په لاره کې ئې  مجاهدت کړی دی . ان شا ا....  خدای تعالی  ورته اجر ورکړه او  ورباندې مهربانه شه  او دهغه ژوند  دې  په نیکمرغۍ  او دهغه  په عاقبت سره  په شهادت سره وځلوی ،البته  دې مهال نه ،  اسلامی ایران  له هغه سره یعنی جنرال سلیمانی سره  نوره هم ډیر کارونه لری ، خو بلاخره  ئې  پای  ان شاا... شهادت وی ،  دغه ستره ډالۍ او میډال دې خدای پاک درته مبارک کړی .