دخداوندمتعال په لاره کې زیار او مجاهدتونه دجبران وړ نه دی
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار قاسم سلیمانی داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له خوا د اسلامی ایران تر ټولو لوړ میډال : ذوالفقار : ترلاسه کړ چې یو تر ټولو ستر ویاړ دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخته داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس دلښکر قوماندان جنرال قاسم سلیمانی ته د اسلامی ایران د ترټولو لوړ میډال : ذوالفقار: د ورکولو په دستورو کې وفرمائیل ؛ دخدای په لاره کې مجاهدتونه د مقابلې او جبران وړ نه دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړې ، هغه څه چې د خدای په لاره کې دمجاهدت په وړاندې شته ، او خداوندمتعال د خدای په لاره کې د ژوند او مال دوړاندې کولو په مقابل کې ورکوی ، بهشت او دخدای رضا ده .
حضرت آیت ا.. .ا لعظمی سید علی خامنه ای روښانه کړې،هغه شیان چې د مونږ په اختیار کې دی ، هغه که زبانی قدرونه وی او که عملی ستاینه، هغه که دمیډال ورکول وړی او یا د درجې ورکول ،، هغه شیان دی ، چې د مادی دنیا په محاسباتو کې دیادونې وړ دی ، خو د الهی اومعنوی محاسباتو په حساب نه دی ، الحمد ا... تاسو ټولو دغه مجاهدتونه او هڅې کړی دی او زیار مو ایستی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائیل ؛ الحمد ا... خداوندمتعال زمونږ ګران ورور ښاغلی قاسم سلیمانی ته هم دا توان ورکړی دی ، دوی په کرتو او په ځلونو خپل ژوند د دښمنانو د یرغلونو په مقابل کې وړاندې کړی ، دخدای په لاره کې ، او په اخلاص سره ئې او دخدای په لاره کې ئې مجاهدت کړی دی . ان شا ا.... خدای تعالی ورته اجر ورکړه او ورباندې مهربانه شه او دهغه ژوند دې په نیکمرغۍ او دهغه په عاقبت سره په شهادت سره وځلوی ،البته دې مهال نه ، اسلامی ایران له هغه سره یعنی جنرال سلیمانی سره نوره هم ډیر کارونه لری ، خو بلاخره ئې پای ان شاا... شهادت وی ، دغه ستره ډالۍ او میډال دې خدای پاک درته مبارک کړی .
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار قاسم سلیمانی داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له خوا د اسلامی ایران تر ټولو لوړ میډال : ذوالفقار : ترلاسه کړ چې یو تر ټولو ستر ویاړ دی .