د امام محمدتقي عليه السلام نېکمرغه ميلاد ټولو ته مبارک شه
(last modified Sun, 17 Mar 2019 03:06:18 GMT )
Mar 17, 2019 07:36 Asia/Kabul
  • د امام محمدتقي عليه السلام نېکمرغه ميلاد ټولو ته مبارک شه

د رجب لسمه نېټه د ولايت او امامت د آسمان د نهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي (ع) د نېکمرغه ولادت کليزه ده.

امام محمد تقي (ع) د 195 هجري قمري کال د رجب په لسمه ڼېټه په مدينه منوره ښار کښې وزېږېد او د خپل قدرمن پلار حضرت امام علي رضا (ع) له شهادته وروسته يې د مسلمانانو امامت او رهبري په غاړه واخېسته.

د امام محمد تقي (ع) لقب جوادالائمه دے.

امام رضا (ع) د خپل ګران فرزند امام جواد د مقام او منزلت په باره کښې وفرمايل: زۀ د داسې يو فرزند لرونکے شوے يم چې لکه موسی (ع) د علم د سمندرونو شلونکےدے.»

امام جواد (ع) په اتۀ کلنۍ کښې امامت ته ورسېد او د امامت دوران يې اولس کاله ؤ. د امام محمد تقي جواد عليه السلام د امامت په دوران کښې مختلفواسلامي او غېر اسلامي فرقو وده کړې وه او د نورو ملتونو علومواوفنونوته خاصه پاملرنه شوې وه،نو ځکه هغه حضرت علمي او اعتقادي بحثونوته مخه کړه او د مختلفو دينونو له مخالفانو سره په مناظروکښې يې په الهي علمي پانګې سره له امامته دفاع وکړه.

د ايران مسلمان ملت د امام محمد تقي (ع) د ميلاد د ورځې په مناسبت په مختلفو مقدسو ځايونو په تېره بيا د هغه حضرت د قدرمن پلار حضرت امام رضا (ع) په حرم کښې په راغونډېدو سره جشنونه جوړوي.

مونږ د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن ادارې په نمائندګۍ د امام محمد تقي (ع) د ميلاد په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او آزادي غوښتونکو انسانانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.

 

ټیګونه