دایران سیاست دافغانستان له ملت او حکومت سره مرسته کول دی :-
-
د ټولو چارو په هکله نهايي نظر باید د افغانستان خلک اعلان کړي او حکومت د خلکو د استازي په توګه فیصله ترسره کونکی دی .
ایران تل دافغانستان له ملت او حکومت سره د مرستې هڅه کوی . دایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دغه موضوع د سولې په چارو کښې دافغانستان د ولسمشر له استازي محمد عمر داود زی سره په کتنې کښې چې د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره پرون تهران ته راغلی ټینګار وکړ .
د ایران او دافغانستان ترمینځ د ملګرتیا د پراختیا او ژورتیا د لارو چارو په هکله د نظر تبادله د ایران دبهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف او د سولې په چارو کښې دافغانستان دولسمشر د استازی محمد عمر داود زی د خبرو اترو چورلیزونه دی .
د سولې په چارو کښې دافغانستان د ولسمشر استازی محمد عمر داودزی هم په دغه کتنې کښې د افغانستان په هکله دایران د زړه سوانده او مثبته دریځونو په قدرونې سره په خپل هیواد کښې د سولې دخبرواترو وروستی بدلونونه بیان کړل .
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو مرستیال سید عباس عراقچی هم پرون دسولې په چارو کښې د افغانستان دولسمشر له استازی محمد عمر داودزی سره په کتنې کښې دافغانستان دسولې په بهیر کښې د ګاونډیو هیوادونو په فعال ګډول او د سیمه ییز کړچار په غوره کولو ټینګار وکړ .
د ایران دبهرنیو چارو دوزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی او د سولې په چارو کښې دافغانستان دولسمشر استازی محمد عمر داودزی دغه راز د دغه هیواد د خلکو د سرشیندنې او د کلونو کلونو جنګونو د بریا په توګه د هیواد د اساسی قانونی او د سیاسی جوړښتونو په ساتلو ټینګار وکړ او پایدارې سولې ته د رسیدا لپاره یې د ضروری شرطونو په توګه د سولې په بهیر کښې د افغانستان د ټولو ډلو د ګډون غوښتنه وکړه .
ایران په افغانستان کښې امنیت دځان امنیت ګڼی او په همدې اساس به ددغه هیواد د خلکو دټولو پرګنو او ډلو د وحدت او پیوستون دساتلو او د افغانستان له خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره خپل ټول توان وکاروی .
له دغو خبرو اترو مخکې د ایران دبهرنیو چارو د وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی د روان میلادی کال په تیرې جنورۍ میاشت کښې کابل ته په سفر کښې دافغانستان د ملی وحدت د حکومت له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې ټینګار کړی وو ایران دافغانستان دحکومت او دافغانانو په مشرۍ او مالکیت سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوی .
کلونه کلونه کیږی چې افغانستان د پردیو نیواکګرو هیوادونو او د لاسوهونکو بهیرونو په وجه له بې ثباتۍ سره ښکیل دی او دغه حالت د افغانستان او دسیمې په امنیت ناوړه اغیزونه لرلی دی .
حاضردمه هغه خطر چې دافغانستان امنیت ته ګواښ کوی د داعش ډلې نفوذ دی .
امریکا داعش ډله رامینځته کړه چې هغه په سوریې او عراق کښې مدیریت کاندی خو واشنګټن اوس ددغه دسیسې په ماتی خوړلو سره افغانستان ته دداعش ډلې په انتقالولوسره په دغه هیواد کښې د خپل پوځی شتون د توجیه کولو هڅه کوی .
په حقیقت کښې په افغانستان کښې د امریکا د لاسوهنو بریا د دغه هیواد او د سیمې د هیوادونو ناامنه کول دی .
د ایران له نظره په افغانستان کښې د امنیت ټینګیدل به یوازې د ټولو ډلو ترمینځ د ملګرتیا په پیاوړتیا او له ټولو لورو سره د رغنده خبرو اترو او د حکومت له نوښتونو په ملاتړ سره تامین شی .
دایران داسلامی جمهوریت اصولی دریځ په حقیقت کښې په افغانستان کښې د پایداره امنیت له پیاوړتیا سره د مرستې لپاره له هڅې سره یوځاې دسولې په بهیر د کابل دحکومت د مالکیت او د مشرۍ په رول ټینګار دی .
په دې چوکاټ کښې د افغانستان په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنی سیاست د کابل له حکومت سره د ملګرتیا او د ملی واکمنۍ د ساتلو پراساس دی .
په افغانستان کښې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکی باوری دی د افغانستان د سولې او دثبات په هکله حساسیست تل د ایران داسلامی جمهورت په ایجنډې کښې شته او دغه سلامشورې په افغانستان کښې د ثبات او دسولې د رامینځته کولو په لړ کښې مثبت ګام دی .
هماغه ډول چې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم دسولې په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر له استازی عمر داود زی سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د ټولو چارو په هکله نهایی نظر باید د افغانستان خلک اعلان کړی او حکومت د خلکو د استازی په توګه فیصله ترسره کونکی دی .
ښکاره خبره ده چې ایران به په دې لاره کښې دافغانستان له خلکو او حکومت سره د مرستې او ددغه هیواد دټولو ډلو او دخلکو د پرګنو د وحدت او دپیوستون د ساتلو لپاره خپله زیاته هڅه وکاروی .