سوریې ته د ایران د پوځ د لوی درستیز سفر :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80979-سوریې_ته_د_ایران_د_پوځ_د_لوی_درستیز_سفر
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقری دیوه(۱) لوړرتبه پوځی پلاوی په مشرۍ د عراق ، د سوریې او دایران د وسله والو ځواکونو د لویو درستیزوالانو په درې (۳) اړخیزه غونډې کښې دګډون لپاره چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو د غور لپاره ترسره کیږی سوریې ته تللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2019 11:34 Asia/Kabul
  • سیمه ییزې ملګرتیاوې له ترهګرۍ ، تاوتریخوالي او سرزورۍ سره د مبارزې یوازنۍ لاره ده .
    سیمه ییزې ملګرتیاوې له ترهګرۍ ، تاوتریخوالي او سرزورۍ سره د مبارزې یوازنۍ لاره ده .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقری دیوه(۱) لوړرتبه پوځی پلاوی په مشرۍ د عراق ، د سوریې او دایران د وسله والو ځواکونو د لویو درستیزوالانو په درې (۳) اړخیزه غونډې کښې دګډون لپاره چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو د غور لپاره ترسره کیږی سوریې ته تللی دی .

د دفاعی او دپوځی ملګرتیاو پیاوړتیا ، له ترهګرۍ سره د مبارزې په زمینه همفکرۍ او مشوره ، له ترهګرو ډلو سره د مقابلې په دوام کښې د ایران ، دعراق او دسوریې ددریو(۳) هیوادونو د غږملتیا رامینځته کول او پیاوړی کول اودسیمې  دامنیت د تامینولو او دثبات درامینځته کولو په اخری لارو چارو غور کول او هغوې ته لاسرسی سوریې ته د جنرال محمد باقری د سفر هدفونه دی .

له ترهګرۍ سره د مبارزې په زمینه کښې د عراق ، د سوریې او  ایران ترمینځ ملګرتیا له ټروریزم سره د مبارزې په بهیر د پام وړ اغیز لرلی دی .

دغه بریالیتوب په داسې حال کښې لاس ته راغلی دی چې د داعش پرضد دامریکا د تش په نامه ائتلاف له هغو تبلیغاتو سره سره چې په دې هکله یې پیل کړی دی نه یوازې په سیمه کښې دترهګرۍ له مینځه وړلو سره هیڅ مرسته نه ده کړی بلکې دغه ائتلاف عملا له داعش سره د جدی مبارزې او ددغه ډلې په کامل ډول له مینځه وړلو کښې په یوه(۱) خنډ بدل شوی دی .

د روسیې د سیاسی او د ستراتیژیو څیړنو د انسټی ټیوټ مشر« ودلایمیر زاخاروف» له ترهګرو د امریکا د ملاتړونو موردونو ته په اشارې سره له ترهګرو ډلو ددغو ملاتړونو علت په سیمه کښې د زیات تاوتریخوالی رامینځته کولو ته د واشنګټن ضرورت  ګڼی چې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره دغه سیاست اوس هم دوام لری او تعقیبیږی .

د روسیې د ستراتیژیکو او د سیاسی څیړنو انسټی ټیوټ ټینګار کوی په همدې دلیل له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره دامریکا د چارواکو په څرګندونو باید باور ونکړو او د سیمې هیوادونه په تیره بیا عراق او سوریه چې ترهګرو ورباندې پراخې حملې کړی دی باید په سیمه کښې د امریکا د ځواکونو او د واشنګټن د هم تړونه لویدیځو هیوادونو د خوځښتونو په هکله ځیر ووسی .

له دې کبله په داسې شرایطو کښې چې په عراق او سوریې کښې د ترهګرې جرړې له ترهګرو سره دمبارزې د لومړۍ کرښې د هیوادونو په ګډو هڅو سره د له مینځه تلو په حال کښې دی هغه ځواکونه چې د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته په دغه هیواد  کښې شتون لری زر یا په ځنډ سره باید له سوریې ووځی .

دایران  د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقری دمشق ته د رسیدا په وخت وویل د بهرنیو عسکرو په وتلو  به چې د سوریې دحکومت له اجازې پرته دغه هیواد ته تللی دی د ایران ، دسوریې او دعراق په درې اړخیزه غونډې  کښې غور وشی .

تجربه د دې ښودنه کوی سیمه ییزې ملګرتیاوې له ترهګرۍ ، تاوتریخوالی او سرزورۍ سره د مبارزې یوازنۍ لاره ده .

په دې چوکاټ کښې ایران دعراق او دسوریې پوځونو او ولسی ځواکونو ته د پوځی سلاکارانو په سویه د مرستواو مشورو په وړاندې  کولو سره چې له داعش ترهګرې ډلې سره د حقیقی جنګ په لومړۍ کرښې کښې ورغلل اغیزشیندونکی رول ولوبوه .

دغه هڅه او ګډه غږملتیا د ترهګرۍ د جرړې تر وچیدا پورې له ټروریزم سره د حقیقی مبارزې لپاره د جدی ارادې نښه ده .

د سیاسی مسائیلو کارپیژاند «سید رضا صدر الحسینی» په دې خبرې سره چې ترهګرۍ  په یوه (۱) نړیوال مشکل بدله شوی ده وایی ایران ، سوریه او عراق له ترهګرۍ سره په مبارزې  کښې ثابت او نږدې نظر لری او په همدې چوکاټ کښې له یوبل سره ملګرتیا کوی .  

دداعش ترهګرې ډلې پرضددایران او د روسیې په ملاتړونو سره د عراق او د سوریې دپوځونو حقیقی جنګ دترهګرۍ د پراختیا دمخنیوی لپاره بریالی بیلګه ده .

په اوسنیو شرایطو کښې د ایران د عراق او د سوریې ملګرتیاو  نتیجه  ورکړی ده او په دغو هیوادونو کښې له ترهګرو سره بې امانه مبارزه روانه ده .

سیاسی څارونکی باوری دی چې دسیمې هیوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کښې په خپلو ځواکونو تکیه وکړی .

په دې لړ کښې د ایران د سوریې او دعراق درې(۳) اړخیزه غږملتیا د ترهګرو پرضد دپام وړ بریالیتوبونه لرلی دی .

هغه پریکندوالی چې ایران ،  سوریې او عراق تراوسه په دې زمینه کښې ښودلی دی دسیمې د نورو هیوادونو د حالاتو د کړکیچن  کیدا له مخه نیولو سره زیاته مرسته کړی ده .

له دې کبله د ایران  دعراق او د سوریې د وسله والو ځواکونو د لویو درستیزوالانو درې(۳) اړخیزه غونډه ستراتیژیک اهمیت لری .