اروپایانو هم په نړیوالې ایټمی موافقې کې له شا دخنجر ګوزار کړی
دسعودی حکومت لپاره د ایټمی او توغندوی مرکزونو په جوړولو مونږ نه خپه کیږو ،ځکه دغه مرکزونه به په نزدې راتلونکی کې ان شاا... په الهی فضل سره،د اسلامی مجاهدانو لاس ته ورسیږی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخت دنوری لمریز کال په لومړۍ ورځې په مشهد سپیڅلی ښار کې دحضرت امام رضا علیه السلام په پاک حرم کې د لسګونو زره زیارتوالو او شاوخوا خلکو په ولولناک ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې په جامعې ایټمی موافقې کې د اروپایانو په دندو کې له هغه څه سره چې ئې ترسره کوی له مځکې ترآسمانه فرق موجود دی،ټینګار کړی،اروپایانو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په پیښې کې له شا دخنجر ګوزار کړی دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغې ولولناکې غونډې کې روښانه کړې ده ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې چې دایران او د شپږو نورو هیوادونو ترمینځ شوی وه ،دامریکائی له وتلو وروسته اروپایان باید دامریکا په وړاندې د ریدلی وائ او خپلو دندو ته پابند پاتیکیدا سره ئې باید بندیزونه لیرې کړی وائ، چې تر دې دمه ئې دغه مقاومت نه دی کړی ، دوی په دایمی توګه ایران ته هم سپارښتنه کوی ، چې په نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې شی ، خو پخپله عملا له دغې نړیوالې ایټمی موافقې وتلی دی ، ځکه دایران په ضد ئې نوی بندیزونه لګولی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دایران اواروپا ترمینځ د مالی چینل درامینځةکیدا موضوع ته په اشارې سره هم وفرمائیل؛ ، دغه مالی چینل اولاره چاره لازیاته یوه تراخه ملنډه ده او هیڅ نتیجه هم نه لری .
دوی هم داراز ددې خبرې په کولو سره چې داقتصاد دخوندی ساتلو مرحلې ته د رسیدا یوازینۍ لاره ، له لویدیځوالو سره ملګرتیا اومرستو ته دهیلو غوڅول دی ،زیاته کړې ، دلویدیځوالو دچلند تاریخی تجروبې اوعینی مشاهدې ښئ چې له دوی د دسیسې ،خباثت او له شا د خجر دګوزار تمه کیدلی شی ،البته باید د مرستې ،صداقت او ملګرتیا تمه ورځنی ونشی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همدراز پخپلې وینا کې ۱۳۹۸لمریز کال دفرصتونو کال وبالۀ او وې فرمائیل ؛ البته مونږ باید په اقتصادی جنګ کې دښمن ته ماته ورکړو او په الهی مرستې او توفیق سره ، به ورته ماته ورکوو ، خو دا کافی نه ده ،بلکې باید اقتصادی دفاعی تدبیرونه غوره کړو .
دوی دایران دفاعی برلاسی باندې د دښمنانو اعتراف ته په اشارې سره هم ټینګار وکړ،په دفاعی ډګر کې داسلامی جمهوری نظام توانمنۍ او وسپنیز سوک ، په حقیقت کې دایران دفاعی قدرت دی چې د بندیزونو په سیوری کې ترلاسه شوی او په اقتصادی مسئلوکې هم دبندیزونو له فرصتونو،همدغې دفاعی توانمنۍته رسیدلی شو .
حضرت آیت ا.. ا لعظمی سید علی خامنه ی همدرااز وفرمائیل ؛ دامریکا او اورپا پشمول په لویدیځ کې سیاست او قدرت،ظالمانه اقدامات ،سرزوری ، بې منطقی او زیات غوښتنه ده او لویدیځی سیاستوالان د ظاهری ښکلا او پوزیشن په اپوټه په باطن کې ، په حقیقت کې ، وحشی انسانان دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټینګار سره چې دسعودی عربستان رژیم ،د سیمې یو ترټولو بد، ظالم ،دیکتاتور ، مستبد، فسادګر او اړونده حکومت دی ، ووئیل ، لویدیځوال ددغه شان حکومت لپاره ، ایټمی امکانات او دتوغندیو دتولید مرکزونه برابروی ، ځکه دسعودی عرب حکومت له هغوی سره اړونده دی ،البته دسعودی حکومت لپاره د ایټمی او توغندوی مرکزونو په جوړولو مونږ نه خپه کیږو،ځکه دغه مرکزونه به په نزدې راتلونکی کې ان شاا... په الهی فضل سره ، د اسلامی مجاهدانو لاس ته ورسیږی .