د ایران اسلامي جمهوریت له ستر اسلامي انقلابه رامینځته شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81200-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_له_ستر_اسلامي_انقلابه_رامینځته_شوی_دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ستر اسلامي انقلاب په برکت جوړ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2019 10:28 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت له ستر اسلامي انقلابه رامینځته شوی دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ستر اسلامي انقلاب په برکت جوړ شوی دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجة الاسلام محمد جواد حاج علي اکبري د وردي د میاشتې د دولسمې نیټې یعنې د ایران د اسلامي جمهوریت د ورځې په درشل کښې زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د دې نظام د ستر بنسټګر امام خمیني(رح) په تعبیر، په دویم ګام کښې د ولس په ایجنډا کښې نه یوه کلمه کم او نه یوه کلمه زیات موجود دی او هم د نړۍ د ولسونو په وړاندې دی چې الهام ترې واخلي او د لوړتیا او ترقۍ په لور خپلې لارې ته دوام ورکړی شي.

حجة‌الاسلام حاج‌علی‌اکبري د وري دولسمه او د اسلامي جمهوریت زوکړه یوه پرتمینه او برخلیک جوړونکې ورځ وبلله او د دې ورځې په مبارکې سره یې وویل: د دښمن پروګرام د ملي هوډ خرابول دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب هم دا شان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا د کال د شعار غوره کول د ملي هوډ د پیاوړتیا لپاره یوه عالمانه او ماهرانه طریقه وبلله او ویې ویل: ملي اقتصاد د (تولید په رونق او غوړیدو) سره د بندیزونو، بهرنیو دباونو او د غلیمانه د دښمنۍ په وړاندې په ښه توګه مقاومت کولی شي.