د اسلامي هېوادونو ځينې مشران د امريکې او صهيونېسټانو نوکران دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81537-د_اسلامي_هېوادونو_ځينې_مشران_د_امريکې_او_صهيونېسټانو_نوکران_دي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن د قرآن مجيد په نړيوالو سياليو کښې د ګډون کونکو په کتنه کښې وفرمايل: د اسلامي هېوادونو ځينې مشران په قرآني احکامو عمل نه کوي او د امريکې او صهيونېسټانو نوکران او پېروکار دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2019 11:22 Asia/Kabul
  •  د اسلامي هېوادونو ځينې مشران د امريکې او صهيونېسټانو نوکران دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن د قرآن مجيد په نړيوالو سياليو کښې د ګډون کونکو په کتنه کښې وفرمايل: د اسلامي هېوادونو ځينې مشران په قرآني احکامو عمل نه کوي او د امريکې او صهيونېسټانو نوکران او پېروکار دي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې په قرآن باندې عمل په دنيا کښې عزت، سوکالۍ، پرمختګ ، قوت، يووالي او د خوږ ژوند د طريقې او د آخرت د نېکمرغۍ د رامنځته کولو زمينه جوړونکےدے، دا خبره په ګوته کړه چې د اسلامي هېوادونو ځينې مشران د سوريې او يمن د جنګ په شان جنګونو، اختلافاتو او د مسلمانانو د قتل عام زمينه برابرونکي دي.

دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي امت او بشريت زياتره مشکلات او مصيبتونه په قرآني تعليماتو د عمل نه کولو په وجه دي زياته کړه، نن د خداے په مهربانۍ سره په اسلامي جمهوريت کښې قرآني تعليماتو او له  دغو تعليماتو سره تمسک ته د خلقو په تېره بيا د ځوانانو هرکلے ورځ په ورځ په زياتېدو دے او همدغه له قرآن سره تمسک به د اسلامي نظام د نېکمرغۍ، قوت او عزت سبب شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په قرآن باندې د عمل لپاره د خداے پاک ياد او الهي تقوا لازمي وبلله او د هغو انسانانو په توګه چې د تقوا په لوړه مرتبه کښې يې شتون لرۀ شهيدانو ته په اشارې سره وفرمايل: زمونږ شهيدانو د ايران ملت ته زيات درسونه ورکړل چې مهمه نمونه يې له سېلاب ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره د ستر ولسي حرکت کم مثاله ښکارنده ده.

دوي همدارنګ د ايران له اسلامي جمهوريت سره دښمنيو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: که څه هم د ښمنۍ او د هغو اندازه او سختوالے له مخکښې نه زيات ښکاري خو دغه اقدامات او دسيسې  له اسلامي جمهوريت سره د دښمنانو د دښمنۍ وروستۍ ساګانې دي.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي تاکيد وکړ، دښمنان چې هر څومره د ايران د ملت په اړه زيات عمل ترسره کړي او سختي وکړي او هرڅومره چې په قرآني تعليماتو باندې د ايران د ملت له پابندۍ څخه په قهر کيږي خو دغه ملت به يې په مقابل کښې لا مضبوط او تکړه شي او له قرآن سره به خپل تمسک لا زيات کړي.