د پوځ او سپاه یووالی د ایران د امنیت ضامن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81587-د_پوځ_او_سپاه_یووالی_د_ایران_د_امنیت_ضامن_دی
د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران په یوه خبرپاڼه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې په درنښت سره د پوځ او سپاه یووالی د ایران د ملي امنیت د پایدارۍ او د هیواد د دفاعي نیټ ورک د خونديتوب ضمانت ورونکی وباله.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Apr 18, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • د پوځ او سپاه یووالی د ایران د امنیت ضامن دی

د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران په یوه خبرپاڼه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې په درنښت سره د پوځ او سپاه یووالی د ایران د ملي امنیت د پایدارۍ او د هیواد د دفاعي نیټ ورک د خونديتوب ضمانت ورونکی وباله.

د سپاه نیوز د خبر له مخې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران پرون په دغه خبرپاڼه کښې د ایران کورنیو او د اړوندې سیمې په تیره بیا په دفاعي او امنیتي برخو کښې د وروستیو څلورو لسیزو پيښو ته په اشارې سره راغلي دي: دا پیښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د سیمې د ولسونو خلاف د امریکې د ترهګر او بلاغواړي رژیم په مشرۍ د سلطې د نظام او صهیونیزم د کړکیچ جوړونو ریادونکې دي.

په دې بیانیه کښې لولو: د اسلامي ایران د وسله والو ځواکونو په تیره بیا د غیرتي او زړه ور پوځ مقتدرانه او برخلیک جوړونکې سرشیندنې او رول لوبونې د ایران د پایداره او کم ساري امنیت ضمانت ورکوي.

د ویلو ده چې د اپریل د میاشتې اتلسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د قربانیو او میړانې د قدرونې په موخه د پوځ ورځ نوموله شوې ده.