د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان په حکم د سپاه پاسداران نوی قومندان وټاکل شو
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر، حسین سلامي د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د مشر قومندان په توګه وګماره.
د ایران د ټولو قواؤ معظم قومندان حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یو حکم کښې د سپاه پاسداران په قومندانۍ کښې د جنرال محمد علي جعفري د ارزښتناکو او تل پاتې خدماتو په قدرونې سره، سردار حسین سلامي ته د سرلشکرۍ درجې په ورکولو سره هغه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان په توګه وټاکه.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران نوي قومندان ته په خطاب کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان په حکم کښې راغلي دي: هیله ده چې د هراړخیزو توانمنیو لوړتیا او په ټولو برخو کښې چمتووالی او هم د سپاه د باطني ګوهر یعنې د تقوا او بصیرت پياوړتیا او هم د ا شان د معنوي بنیاد لرونکو مدیریتونو او د ماهرانه توانمنیو پراختیا او کلتوري لوړتیا چې د سردار جعفري په مدیریت کښې پيل شوې، د نوي قومندان په نوښتونو سره زیاته شې او سپاه د بشپړتیا په لور خپل خوځښت کښې لوړ ګامونه پورته کړي.