د ټرمپ ایراني ضده پریکړې هیڅ ارزښت نه لري
د نجف اشرف امامِ جمعه وویل: د ایران د ولس خلاف د امریکې د ولسمشر غیرقانوني او یواړخیزه فیصلې د عراقیانو په نزد هیڅ ارزښت نه لري.
د عراق د نجف اشرف ښار د جمعې لمانځه امام سید صدر الدین القبانچي پرون د جمعې په خطبو کښې زیاته کړه: د عراق خلک د ایران د ولس خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یواړخیزې پریکړې غندي او پیروي به یې ونه کړي.
د نجف اشرف امام جمعه دغه پریکړې د بې عقلۍ له امله وبللې او ټینګار یې وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت بندیزونه لګول یو احمقانه او بې ګټې کار دی.
القبانچي دې ته په اشارې سره چې د بندیز سیاست په ماتې محکوم دی، وویل: عراق له خپل ګاونډي ایران سره پراخې اړیکې لري او د امریکې پریکړو ته به هیڅ پام ونه کړي.
د نجف اشرف امامِ جمعه هم داشان په درغجنو تورونو د ۳۷ بندیانو په اعدامولو کښې د آل سعود جنایت هم وغنده.