ذ تهران د کتاب نړيوال نندارتون
د تهران د کتاب نړيوال نندارتون د غوئي د روانې مياشتې له څلورمې نه نېټې څخه د تهران په امام خميني نومې مصلی يا عيدګاه کښې جوړه شروع شوے او د همدې مياشتې تر څوارلسمې نېټې پورې به دوام ولري.
په دغه نندارتون کښې د سلګونو داخلي کتاب پلورنځايونو او خپرندويه موسسو له غرفو يا بکسټالونو نه علاوه د ملګرو ملتو، افغانستان، چين، چاپان، لبنان، يمن، اېټاليا، عراق ، هند او نورو ګڼ شمېر هېوادونو غرفې هم لګېدلې دي.
په دغه نندارتون کښې د افغانستان د سفارت په شمول د مختلفو افغان ناشرانو او کتاب خرڅونکو لخوا تقريباً اته غرفې يا بکسټالونه لګېدلي دي.
ه نندارتون ته زمونږ لېږل شوي رپورټر زيب شاهين وويل چې د بهرنيو هېوادونو په غرفو کښې له چيني غرفې نه پس د افغانستان غرفې زيات رونق لري او په تهران کښې مېشته ګڼ
شمير افغانان د دغو غرفود ليدو او د کتابونو اخېستلو لپاره نندارتون ته راځي.
زمونږ رپورټر زياتوي چې په دغو غرفو کښې فقط يوې غرفې چې د هرات احراري خپروندويه موسسه يا انتشارات احراري افغانستان نوميږي د پښتو کتابونه د خرڅون لپاره اېښودي دي او د سفارت په غرفه کښې د پښتو څو کتابونه پراته دي خو البته هغه د نندارې لپاره دي د خرڅون بڼه نه لري او په نورو ټولو غرفو کښې فقط فارسي او دري کتابونه دي چې په دې موقع ځينو پښتنو نندارچيانو او مراجعينو هم په تهران کښې د افغانستان له سفارت او هم د افغانستان له خپرندويه موسسو او کتاب خرڅونکو وغوښتل چې د پښتو کتابونو ته دې هم په داسې نندارتونونو کښې پوره پوره ونډه ورکوي.