د اروپايي اتحادیې اعتبار له مینځه تلی دی
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: اروپايي اتحادیه دې له ایرانه نور څه نه غواړي ځکه چې اعتبار یې ختم شوی دی.
د ایران د اسلامي شورا مشر د تهران خلاف د امریکې د بندیزونو او غلیمانه سیاستونو په وړاندې له ایرانه د اروپايي اتحادیې د تشې خولې او سیاسي ملاتړ ته په اشارې سره وویل: دغه اتحادیه دې له ایرانه نور څه نه غواړي ځکه چې اعتبار یې ختم شوی دی.
علي لاریجاني پرون مازیګر په تهران کښې د ایران او آسټریا د پارلیماني دوستۍ ډلې د مشر ولفګانګ ګرسټل په کتنه کښې زیاته کړه: د طرفینو ترمینځ ځینې ستونزې شته دي چې باید حل شي او اروپايي اتحادیې هم د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په وړاندې د ځینو تهمیداتو فکر کړی دی خو تهران یې تراوسه کومه ګټه نه ده لیدلې.
هغه زیاته کړه چې د اروپا او د اروپايي اتحادیې مشران باید د امریکې د بندیزونو په وړاندې له تهرانه په عملي توګه ملاتړ وکړي.
په دغه کتنه کښې د ایران او آسټریا د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر هم له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: اروپايي اتحادیې له پکار دي چې د ایټمي موافقې په وړاندې په خپلو ژمنو پابنده ووسي.