د اوپېک مشر: د ايران د تېلو حذفول امکان نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81903-د_اوپېک_مشر_د_ايران_د_تېلو_حذفول_امکان_نه_لري
د تېلو د صادرونکو هېوادونو د تنظيم اوپېک مشر له بازاره د ايران د تېلو ختمول ناممکنه وبلل او وې ويل، په اوپېک کښې يو اړخيزه تګ نه لروو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2019 00:13 Asia/Kabul
  • د اوپېک مشر: د ايران د تېلو حذفول امکان نه لري

د تېلو د صادرونکو هېوادونو د تنظيم اوپېک مشر له بازاره د ايران د تېلو ختمول ناممکنه وبلل او وې ويل، په اوپېک کښې يو اړخيزه تګ نه لروو.

محمد سانوسي بارکېندو پرون د تهران د تېلو، ګېسو، چاڼ ځايونو او پېټروکېميکل څلوريشتم نندارتون په څنډه کښې په دې باره کښې چې د اوپېک دوو غړيو د ايران د تېلود ځاے نيولو ادعا کړې ده وويل، اوپېک ډله ايزې فېصلې کوي او يو اړخيزه تګ نه لروو، د اوپېک سياست په دې بنياد دے چې د دارالانشاء د کارپېژاندو په صلاح مشورې سره ټول غړي په خپلو کښې سره د ډله ايز عقل په بنياد فېصله وکړي.

بارکيندو د هغو ګواښونو په باره کښې چې د ايران د تېلو د ډګر په باره کښې مطرح شوي دي وويل، د ايران د مسئلې په باره کښې د وزارت او دارالانشاء په سطح خبرې اترې لروو چې ممکنه لارې چارې وڅېړوو.

د اوپېک مشر واضحه کړه، دايران مسئله په ټول اوپېک باندې تاثير کوي او هغه واقعات چې په ايران، وېنزوېلا يا لېبيا کښې رامنځته کيږي د تېلو په ټول بازار او صنعت باندې تاثير کوي.