افغان چارواکے: افغان محصيلين د ايران لپاره د صلحې سفيران دي
په تهران کښې د افغانستان د سفارت د محصيلي چارو چارواکي وويل، د ايران په پوهنتونونو کښې فعال افغان ځوانان د دغه هېواد لپاره د صلحې او دوستۍ سفيران دي.
د ايرنا د رپوټ له مخې جمال انصاري پرون د تهران د ختيځ په دماوند سيمه کښې د سرۀ ګل نړيوال نندارتون د ختمېدو د مراسمو ترڅنګه د ايران او افغانستان د کلتوري تعلقاتو په پياوړتيا باندې په تاکيد سره وويل، په ايران کښې نولس زره افغان محصيلين په زدکړو بوخت دي او له دغو څخه درې زره محصيلين د ايران د پوهنتونونو د داخلې په امتحان کښې د ايم اے او ډاکټريټ په برخو کښې په وړومبۍ رتبه حاصلولو کښې کامياب شول.
په ايران کښې د افغانستان د سفارت د محصيلين د چارو مسئول د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې د افغانانو شتون او زدکړې د هغوي لپاره يوه موقع ده زياته کړه، په ايران کښې افغان محصيلین د دواړو ملتونو د صلحې او دوستۍ استازي دي.
د ماوند سيمې د اسلامي آزاد پوهنتون په کورباتوب سره د سرۀ ګل نړيوال نندارتون د مۍ له وړومبۍ نه تر دريمې نېټې د ايران او افغانستان دوو ملتونو د اسلامي کلتور د لا زيات ګنډلو په هدف سره ترسره شو.