په سیمه ایزو چیلنجونوکي دتهران او اسلام ابادهمغږی اساسی عنصردی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82041-په_سیمه_ایزو_چیلنجونوکي_دتهران_او_اسلام_ابادهمغږی_اساسی_عنصردی
مهدی هنردوست همداراز دایران او پاکستان ډیرو مشترکاتو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دتهران اواسلام اباد ترمینځ هیڅ اختلاف نشته او دا په بیلابیلو برخو کې د ملګرتیاؤ دژورتیا لپاره له ګډو ظرفیّتونو څخه د استفادې او د اړیکو دپراختیا لپاره ښه اساس دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 09, 2019 09:44 Asia/Kabul
  • په سیمه ایزو چیلنجونوکي دتهران او اسلام ابادهمغږی اساسی عنصردی

مهدی هنردوست همداراز دایران او پاکستان ډیرو مشترکاتو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دتهران اواسلام اباد ترمینځ هیڅ اختلاف نشته او دا په بیلابیلو برخو کې د ملګرتیاؤ دژورتیا لپاره له ګډو ظرفیّتونو څخه د استفادې او د اړیکو دپراختیا لپاره ښه اساس دی .

ایرناخبری آ ژانس راپورورکړ  په پاکستان کې د ایران داسلامی جمهوریت  سفیر مهدی هنردوست  په اسلام اباد کې  د ایران اوپاکستان  اړیکې ا و دراتلونکی لرلید او چیلنجونو نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ایران اوپاکستان لاپیاوړو اړیکو ته اړتیا لری  او  دګډو تعاملاتو له پراختیا او له نزدو اړیکو  لاښه  بله ټاکنه نشته.

     په اسلام اباد کې دایران سفیر  زیاته کړې ،ایران ته د پاکستان د لومړی وزیرعمران خان وروستی سفر غوره نتیجې درلودلی،په عین حال کې  دواړه هیوادونه باید هوښیار اوځیر ووسی چې ځینی هیوادونه د دواړو هیوادونو اړیکوته  د ګوزار  ورکولو لپاره فعال  شوی دی   .

هنردوست همداراز  دایران او پاکستان ډیرو مشترکاتو ته په اشارې سره وئیلی دی ،دتهران اواسلام اباد ترمینځهیڅ اختلاف نشته او دا په بیلابیلو برخو کې د ملګرتیاؤ دژورتیا لپاره  له ګډو ظرفیّتونو څخه د استفادې او د اړیکو دپراختیا لپاره ښه اساس دی .

 په اسلام اباد کې د ایران سفیر پاکستان ته دایران د ګیسو اوبریښنا د منتقلولو پشمول  دانرژۍ  په زمینې ې  ددواړو هیوادونو دملګرتیاؤ په باب  هم وئیلی دی ،پاسکتان ته دایران د ګیسو دپایپ لاین  دغزولو دپلان اجرا په پاکستان کې  دانرژۍ پر بحران له غلبې او په دغه هیواد کې د کارکسب د فرصتونو له  رامینځةکولو سره ډیره مرسته کوی .