په ايران د حملې له ګواښ څخه د امريکې په شاتګ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82237-په_ايران_د_حملې_له_ګواښ_څخه_د_امريکې_په_شاتګ
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم انتخاباتي مقابلو په دوران کښې او هم د 2017 کال په جنورۍ کښې سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د ايران د اسلامي جمهوري نظام د کمزوري کولو او راپرزولو پاليسي اختيار کړې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 18, 2019 14:42 Asia/Kabul
  • په ايران د حملې له ګواښ څخه د امريکې په شاتګ

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم انتخاباتي مقابلو په دوران کښې او هم د 2017 کال په جنورۍ کښې سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د ايران د اسلامي جمهوري نظام د کمزوري کولو او راپرزولو پاليسي اختيار کړې ده.

واشنګټن له زيات نه زيات دباو د سياست په لړ کښې د ايران په خلاف اقتصادي جنګ شروع کړے دے او په عين حال کښې په وروستيو څو هفتو کښې يې د ايران په فوځي ګواښلو لاس پورې کړے دے.

خو د هر ډول تيري د مخنيوي لپاره د چمتووالي په اړه د ايران پرېکنده ردعمل او د امريکې په دننه او بهر کښې د ايران په وړاندې د ټرمپ له سياست سره حتی د واشنګټن د اروپائي انډيوالونو پراخه مخالفتونه له خپلو مخکښېنيو ادعاګانو څخه د ټرمپ د حکومت د شاتګ سبب شوي دي.

په دې لړ کښې امريکائي ټائمز مجلې د دې په بيانولو سره چې واشنګټن په ايران د حملې هيڅۀ پلان نه لري وليکل: د پېنټاګان د فوځي چارواکو په باور داسې يوه حمله څو مياشتې مخکښې پلان جوړونې ته ضرورت لري.

په وروستيو دوو هفتو کښې د ټرمپ د حکومت جنګ غوښتونکو چارواکو يعنې د ملي امنيت صلاحکار جان بولټون او خارجه وزير مائک پومپئو په يو لړ څرګندونو کښې ادعا وکړه چې ايران او د هغه نيابتي عوامل په سيمه کښې په امريکائي ځواکونو او د شريکانو په ګټو  حمله کول غواړي او خبردارے يې ورکړ چې دا مسئله به د واشنګټن له فوځي ردعمل سره مخامخه شي.

بولټون ادعا وکړه چې امريکه له ايران سره جنګ نه غواړي ، خو د ايراني ځواکونو لخوا د هر ډول حملې ځواب ته پوره چمتو ده.

پومپئو هم په يوې بيانيه کښې د روانې مۍ د مياشتې په لسمه نېټه ايران په تېرو هفتو کښې په يو لړ ګواښونکو  څرګندونو او اقداماتو تورن کړ.

بولټون او پومپئو دا خيال کوي چې د ايران په خلاف په فوځي ګواښ سره به تهران په شاتګ دريځ کښې راولي او د ايران د ملي ګټو او امنيت د ساتنې په چوکاټ کښې يې د تحرکاتو مخه اونيسي.

خو د ايران اسلامي جمهوريت په ځلونو تاکيد کړے دے چې د امريکې يا د هغې د سيمه ايزو شريکانو لخوا د هر ډول فوځي ګواښ او احتمالي تيري ته پرېکنده ځواب ورکړي.

اوس په مجموعي توګه د ايران له فوځي ګواښ څخه د ټرمپ د شاتګ ښودنه کوي.

نيويارک ټائمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ، ټرمپ د مريکې د دفاع د وزارت سرپرست پاټريک شاناهان ته ويلي دي چې له ايران سره جنګ نه غواړي.

دغه ورځپاڼه زياتوي چې ټرمپ د روانې مۍ مياشتې په پينځلسمه نېټه د ايران په باره کښې يوه غونډه کښې په دې موضوع چې له ايران سره فوځي جنګ نه غواړي ټينګار کړے دے.

نيويارک ټائمز ورځپاڼې په يو بل رپوټ کښې هم ادعا وکړه چې ټرمپ په ايران باندې له زيات نه زيات دباو راوړلو له پالېسۍ څخه د شاتګ په حال کښې دے او فېصله يې کړې ده چې په ايران باندې د  دباو د کمپېن د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تاوتريخوالي د ختمولو په هدف سره د ډېپلومېټکو لارو ته ورتاو کړي.

داسې ښکاري چې د امريکې لوړ رتبه چارواکي او له بل هر وخت نه زيات له ايران سره د هر ډول فوځي جګړې په نتيجه کښې په رامنځته کېدونکو خطراتو پوه شوي دي او کوشش کوي چې په يوډول د ټرمپ د حکومت مخکښيني جنګ غوښتونکي ګواښونه توجيه او کم کړي.

په عين حال کښې د ايران دريځ تل له هر ډول فوځي تيري سره د مقابلې لپاره چمتووالےدے.

په برطانيې کښې د ايران سفير حميد بعيدي نژاد تاکيد وکړ، که امريکه د غېر ضروري او تحريکونکو اقداماتو په لټه کښې وي نو مونږ کلکه اراده کړې ده چې له دغه هېواد سره مخامخ شوو، مونږ د جګړې شروع کول نه غواړو خو د ملت هر وګړے چمتو دے چې د امريکې په مقابل کښې ټينګ اودريږي او د مقاومت قيمت ادا کړي.