دایران خلک د قدس په لاریونونو کښې پراخ ګډون کوی
-
قدس داسې ورځ ده چې د صهیونیسټ رژیم دله مینځه تلو سبب به شي .
دایران د رهبرۍ دخبرګانو د جرګې مشر ایت الله احمد جنتی دامریکا او دصهیونیسټ رژیم له زیاتدونکی دښمنۍ سره د مقابلې لپاره د قدس په نړیوالې ورځې لاریون کښې د خلکو په پرتمینه ګډون ټینګار وکړ .
هغه زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې د قدس دنړیوالې ورځې ټاکل دایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر امام خمینی رحمت الله علیه ډیر مهم نوښت وباله او زیاته یې کړه قدس داسې ورځ ده چې د صهیونیسټ رژیم دله مینځه تلو سبب به شی .
دایران رهبرۍ دخبرګانو دجرګې مشر ایت الله احمد جنتی قدس ورځ د نړۍ له ټولو مظلومانو او مستضعفانو سره اړونده وبلله او په دې خبرې ټینګار سره چې باید دمظلومانو ملاتړ وکړو وویل دقدس ورځ له مظلوم د دفاع اوله ظالم سره د دښمنۍ ورځ ده چې له مسلمانانو سره د امریکا د دښمنۍ په زیاتیدا سره د دغه استکباری هیواد په وړاندې مقاومت او استقامت باید زیات شی