د قدس ورځ او مقاومت د پېړۍ د معاملې نابودونکي
د قدس له نړيوالې ورځې يوه ورځ مخکښې د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبې په وړاندې له مقاومت څخه د ملاتړ په هدف سره د فلسطين د ملت له انتفاضې څخه د ملاتړ نړيوال کانفرنس په غزې کښې وشو.
په دغه کانفرنس کښې د فلسطين د مقاومت قوماندانانو له مقاومت څخه د ايران د اسلامي جمهوريت ملاتړ وستائيۀ او دغه ملاتړ يې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې د مقاومت د مضبوطيه سبب وبلۀ.
د غزې په تړانګه کښې د حماس د سياسي دفتر مشر يحيی السنوار د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ په نړيوال کانفرنس کښې وويل، که د ايران ملاتړونه نه وې نن به د فلسطين اسلامي مقاومت داسې قوت نه لرۀ.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني هم په دغه کانفرنس کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د ټولو مشکلاتو او بنديزونو باوجود د مقاومت له ډلو څخه په تېره بيا په فلسطين کښې ملاتړ ته دوام ورکوي.
د فلسطين مقاومت په دې ورځوکښې په صهيونېسټ رژيم باندې ډګر تنګ کړے دے، په دا ډول چې هر ځل چې صهيونېسټ رژيم د غزې په تړانګه کښې يو جنګ شروع کړے دے نو ډېر زر يې بند کړے دے.
همدا اوس د فلسطين د مقاومت تاثير کول له مخکښې نه زيات شوے دے او په نيواکي فلسطين کښې سياسي ګډوډي او د کابينې په جوړولو کښې د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم بنيامين نتنياهو بې وسي هم د فلسطين د مقاومت د تاثير کولو نتيجه ده چې نسل په نسل پياوړے شوے دے.
د فلسطين د ملت استقامت او پائېداري او په تېره بيا ترې نه د ايران ملاتړ انډولونه د فلسطين په ګټه بدل کړي دي او د دغه بهير دوام به د پېړۍ د معاملې نومې امريکائي منصوبې د عملي کېدو لپاره لاره وتړي او نامکنه به يې کړي.
ايران د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه وروسته هر کال د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جُمعه د قدس د نړيوالې ورځې په توګه نومولو سره وښودله چې د فلسطين له حقوقو او ارمانونو څخه په ملاتړ کښې مخکښ دےاو د فلسطين په مسئله کښې معاملې کولو ته تيار نه دے.
ايران په تېرو څلوېښتو کلونو کښې تل په سياسي او ډېپلومېټکو ټولنو کښې د فلسطين د خلقو له حقوقو او قدس شريف څخه ملاتړ کړے دے او د فلسطين د مقاومت د ډلو معنوي او مادي ملاتړ ے ؤ او دے.
د مقاومت د ډلو پياوړتيا د فلسطين ازادي او د صهيونېسټ رژيم ماتې باور کونکې کړې ده. اوس همد پېړۍ د معاملېنومې منصوبې د عملي کولو لپاره د امريکې او ځينو عربو رژيمونو هلو ځلو ته په پام سره د فلسطين له مقاومت څخه ملاتړ ته زياته پاملرنه شوې ده.
د فلسطين د مسئلې د هواري لپاره د تېرو منصوبو تجربې ښودلې ده چې د مقاومت په سيوريکښې د فلسطينيانو په هيڅ حق باندې سترګې نه شي پټېدې.
دغې ارزښتناکې تجربې ته په پام سره او د پېړتۍ معاملې نومې منصوبه د فلسطين د ارمان او حتی د فلسطيني کډوالو لپاره د هيڅ حق قائله نه ده، نو په داسې حالاتو کښې مقاومت او له هغه څخه هر اړخيز ملاتړ له دغې امريکائي منصوبې سره د مبارزې يوازېنۍ لار ده.
سږ کال د قدس نړيواله ورځ د پېړۍ د معاملې د ماتې او د فلسطين د ارمان د تثبيتېدو په شعار سره له ايرانه واخلې تر نورو اسلامي هېوادونواو حتی تر اروپائي او امريکائي هېوادونو د فلسطين له مقاومته په ملاتړ کښې يو غږ ښودلو لپاره يوه مهمه ورځ ده.
------