په اېټاليا کښې د ايران سفير: قدس شريف د فلسطينيانو دے
Jun 02, 2019 01:50 Asia/Kabul
په اېټاليا کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د دې په بيانولو سره چې د قدس د نړيوالې ورځې په موقع د مسلمانانو پراخ لاريونونه د پېړۍ معاملې ته يو ستر نۀ ويل وو تاکيد وکړ، قدس له فلسطينيانو سره متعلق دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې حميد بيات بېګا په اېټاليا کښې د مېشته يو شمېر اسلامي شخصيتونواو سفيرانوپه کتنه کښې د اسلامي نړۍ حالاتو ته په اشارې سره د فلسطيني ملت د آرمان د ساتنې لپاره د اسلامي هېوادونو د وحدت او يو زړۀ توب په ضرورت تاکيد وکړ.
هغه د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبې ته اشاره وکړ او وې ويل ، دغه منصوبه معامله نه بلکه يو فريب او دوکه دهاو د قدس د نړيوالې ورځې په موقع د نړۍ د مسلمانانو پراخ لاريونونه دغې موضوع ته منفي ځواب ؤ.
ټیګونه