باید پام وکړو چې په ایران کې د مقاومت فرهنګ پیاوړی دی
د امریکا د استخباراتی ادارې سی آېی اې پخوانی مشر څه موده مخکې هم امریکا د کانګرس له ډیموکراټو استازو سره په یوې غونډې کې هم ټینګار کړی ، ایران د واشنګټن غوښتنو نه نه تسلیمیږی .
د امریکا د استخباراتی ادارې سی آئی اې پ خوانی مشر جان برِنن له آئیریش ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ټرمپ حکومت په ایرانی ضدسیاستونو په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، باید پام ولرو چې په ایران کې د مقاومت فرهنګ شته ،امریکاپه دې تیروتنی خیال سره چې ایران به بدل کړی،پر دغه هیواد دباؤنه زیات کړی،خو دا موضوع ددغه بندون لامل شوې ده، ځکه چې په ایران کې د مقاومت کلچر ډیر پیاوړی دی .
سی آئې اې پخوانی مشر دغه راز ووئیل پر ولسمشر ټرمپ زما اعتراض په دې دلیل نه دی چې هغه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د وتلو او د شمالی کوریا د موضوع د مدیّریت پشمول ځینی ډیر احمقانه کارونه ئې کړی دی ، بلکې دهغه ډیر سیاستونه ډیر نیمګړی او په بشپړ ډول د هغه دشخصی سیاست د موقعّیت د پیاوړی کولو لپاره ګڼم .
جان برنن زیاته کړې که له ټرمپ سره دما دا یوازینی مشکل وائ نو چپتیا به مو غوره کړې وه ، خو هغه څه چې ما لازیات غوسه کوی،د ولسمشرۍ د څوکۍ کړن لارې او اخلاقی اصولو ته دهغه پابندی نه کول دی . هغه روښانه کړې،ډونالډټرمپ نه یوازې د امریکابلکې د نړۍ خلک هم ګمراه کوی.
دامریکا د استخباراتی ادارې سی آېی اې دغه پخوانی مشر څه موده مخکې هم امریکا د کانګرس له ډیموکراټو استازو سره په یوې غونډې کې هم ټینګار کړی ، ایران د واشنګټن غوښتنو نه نه تسلیمیږی .