د ایران ولس د بندیزونو په مقابل کې کلک مقاومت کړی دی
آل سعود رژیم د تیر وخت په څیر په چټی او بې اساسه ادعاګانو مطرح کولو سره د ایران په ضد د عربانو د ګډې جبهې د جوړولو هڅه کوی ، چې دا هم د امریکا اواسرائیلو د ګټو په لړ کې یوه چټی هڅه ده .
روئیټرز خبری آژانس راپورو رکړ د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی پرن دایران به ضد دبندیزونو په باب په یولړڅرګندونو کې زیاته کړې ده ، همدااوس د ایران پر اقتصاد ډیر زیات دباؤنه موجود دی ، خو د ایران ولس څلویښت کلونه کیږی،چې له بندیزونو سره ژوند کوی او توانیدلی دی ، په بریالیتوب سره ورځینی تیر شی .
د قطر خارجه وزیر همداراز وئیلی دی،نه ایران اونه هم امریکا د جنګ غوښتونکی نه دی .
امریکا له جامعې ایټمی موافقې وتلو وروسته د ایران په ضد د دباؤ د زیاتولولپاره هراړخیزو چارو ته مخه کړې ده .
دا په داسې حال کې دی چې د ترکیې د ګیریزن پوهنتون یو استاد عباس کاراآغاچلی هم زمونږ خبریال سره په خبرو کې وئیلی دی عربستان د امریکا او اسرائیلو دموخو په چوکاټ کې دایران د اسلامی جمهوریت په ضد په دسیسې او ویرونې کې ډیر زیات رول لوبوی چې دا د همدغو هیوادونو په تاوان تمامیږی . هغه همداراز په مکې شریفې کې د درو غونډو د ترسره کولو پشمول د عربستان وروستیو ایرانی ضد کړچارونو ته په اشارې سره ټیڼګار کړی ، آل سعود رژیم د تیر وخت په څیر په چټی او بې اساسه ادعاګانو مطرح کولو سره د ایران په ضد د عربانو د ګډې جبهې د جوړولو هڅه کوی ، چې دا هم د امریکا اواسرائیلو د ګټو په لړ کې یوه چټی هڅه ده .