د ایران ولس د بندیزونو په مقابل کې کلک مقاومت کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82714-د_ایران_ولس_د_بندیزونو_په_مقابل_کې_کلک_مقاومت_کړی_دی
آل سعود رژیم د تیر وخت په څیر په چټی او بې اساسه ادعاګانو مطرح کولو سره د ایران په ضد د عربانو د ګډې جبهې د جوړولو هڅه کوی ، چې دا هم د امریکا اواسرائیلو د ګټو په لړ کې یوه چټی هڅه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2019 01:17 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د بندیزونو په مقابل کې کلک مقاومت کړی دی

آل سعود رژیم د تیر وخت په څیر په چټی او بې اساسه ادعاګانو مطرح کولو سره د ایران په ضد د عربانو د ګډې جبهې د جوړولو هڅه کوی ، چې دا هم د امریکا اواسرائیلو د ګټو په لړ کې یوه چټی هڅه ده .

روئیټرز خبری آژانس راپورو رکړ  د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن  آل ثانی  پرن  دایران  به ضد دبندیزونو  په باب  په یولړڅرګندونو کې زیاته کړې ده ، همدااوس  د ایران پر اقتصاد ډیر زیات دباؤنه  موجود دی ، خو د ایران ولس  څلویښت کلونه کیږی،چې  له بندیزونو سره  ژوند کوی او توانیدلی دی ، په بریالیتوب سره ورځینی تیر شی .

 د قطر خارجه وزیر همداراز وئیلی دی،نه ایران اونه هم امریکا د جنګ غوښتونکی نه دی .

  امریکا  له جامعې ایټمی موافقې وتلو وروسته د ایران په ضد د دباؤ د زیاتولولپاره  هراړخیزو  چارو  ته مخه کړې ده .

 دا په داسې حال کې دی چې د ترکیې د ګیریزن  پوهنتون  یو استاد  عباس کاراآغاچلی  هم  زمونږ خبریال سره  په خبرو کې  وئیلی دی  عربستان  د امریکا او  اسرائیلو  دموخو په چوکاټ کې  دایران د اسلامی جمهوریت  په ضد په دسیسې او ویرونې  کې  ډیر زیات رول لوبوی  چې  دا د  همدغو هیوادونو په تاوان تمامیږی .  هغه  همداراز  په مکې شریفې کې  د درو غونډو  د ترسره کولو پشمول   د عربستان  وروستیو ایرانی ضد  کړچارونو ته  په اشارې سره ټیڼګار کړی ،  آل سعود رژیم د تیر وخت په څیر  په چټی  او بې اساسه ادعاګانو مطرح کولو سره  د ایران په ضد د عربانو د ګډې جبهې  د جوړولو هڅه کوی ، چې دا هم د امریکا اواسرائیلو د ګټو  په لړ کې یوه چټی هڅه ده .