د ايران ملت به هيڅکله په دباو سره خبرې اترې ونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82791-د_ايران_ملت_به_هيڅکله_په_دباو_سره_خبرې_اترې_ونه_کړي
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل، له امريکې سره خبرې اترې هيڅ ګټه نه لري او د ايران ملت به تراقتصادي دباونو لاندې هيڅکله خبرې اترې ونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2019 11:40 Asia/Kabul
  • د ايران ملت به هيڅکله په دباو سره خبرې اترې ونه کړي

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل، له امريکې سره خبرې اترې هيڅ ګټه نه لري او د ايران ملت به تراقتصادي دباونو لاندې هيڅکله خبرې اترې ونه کړي.

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمي په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه به له ايران سره د خبرو اترو ارمان ځان سره ګورت ته يوسي واضحه کړه، د امريکې واکمنان او د شرارت مثلث يعنې ډونالډ ټرمپ، جان بولټن او مائک پومپئو صداقت نه لري او له ايران سره د خبرو اترو لپاره د امريکې د چمتووالي ادعا ستر دروغ دي، ځکه چې ټرمپ د خبرو اترو مېز ته د ايران په راکښلو سره هغه هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې د رايو حاصلولو په لټه کښې دے.

هغه د دې په بيانولو سره چې ايران به په اېټمي موضوع کښې د خبرو اترو تجربه تکرار نه کړي زياته کړه، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جاپان د وزيراعظم شينزو آبې په کتنه کښې د معظم رهبر عاقلانه، زيرکانه او هوښيارانه بيانات يو ډول د متکبر ټرمپ سپکاوے ؤ.

آيت الله خاتمي همدارنګ وويل،  د ايران د اسلامي نظام د بدلولو لپاره د امريکې د ارادې نه لرلو په اړه د ټرمپ ادعا لوے دروغ دي ځکه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د امريکې ټولو ولسمشرانو ونه کړې شول د ايران داسلامي جمهوريت په خلاف اقدام وکړي.

د تهران د جمعې د نمانځه خطيب په يمن کښې د آل سعود په لاسو نسل کُشۍ ته هم اشاره وکړه او وې ويل، هر ځاے چې د قتل او غارت نوم ترمېنځ راځي نو سعوديانو نوم ليدل کيږي او دغه رژيم د يمن د بېخ بنايو په تباه کولو سره په زرګونو يمني ماشومان او ښځې قتل عام کړي دي.

آيت الله خاتمي په سوډان کښې د احتجاج کونکو په قتل عام کښې د سوډان له فوځي شورا څخه د سعودي او اماراتو د ملاتړونو په باره کښې وويل ، د ماشومانو په شمول د سعودي عرب د احتجاج کونکو اعدامول د سعودي رژيم د جنايتکار او سفاک خوئي ښودنه کوي.