د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډله اسلام آباد ته لاړه
Jun 16, 2019 13:19 Asia/Kabul
د احمد امیر آبادي فراهاني په مشرۍ د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتوتونو د پارلیماني دوستۍ ډلې پلاوی نن اسلام آباد ته ورسید.
د ایرنا د خبر له مخې ټاکل شوې چې د ایراني پلاوي استازي په دغه سفر کښې د پاکستان د سینیټ او قومي اسمبلۍ (پارلیمان) له مشرانو او هم داشان د دغه هیواد له ځینو حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه وکړي او د پارلیماني تعاملاتو د پراختیا او د دوستانه ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په هکله د نظر تبادله وکړي.
د ایران د پارلیماني دوستۍ ډله د پاکستان او ایران د پارلیماني ډلې د مشر په بلنه اسلام آباد ته تللې ده.
ایران او پاکستان ۹۶۰ کیلومیټره ګډه پوله لري.
ټیګونه