د امریکايي ډرون ټوټې مو له خپلو سمندري حدودو راوویستلې
Jun 21, 2019 01:10 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د خپل هیواد په سمندري حدودو کښې، د امریکې د تیري کونکې ډرون الوتکې د ځینو ټوټو د رایستل کیدو خبر ورکړ.
محمد جواد ظریف په خپل ټویټ کښې لیکلي دي چې ایران د امریکې د نسکورې کړی شوې ډرون الوتکې ځینې ټوټې د خپلو سمندري حدودو له اوبو څخه رایستې دي.
د ایران خارجه وزیر زیاتوي چې دغه بې پایلټه الوتکه وړمه شپه ۱۴ منټه د پاسه ۱۲ بجې له اماراتو څخه په غلچکۍ توګه والوتله او د ایران هوايي حدودو ته ننوتې وه.
ښاغلي ظریف له خپل ټویټ سره مل د امریکې د دغه تیري ګر ډرون د الوت تصویرونه هم خپاره کړي چې ښودنه کوي د ایران په سرحدي حدودو کښې دننه په نښه کړی شوې ده.
ټیګونه