په تهران کې د ۱۵۰ شهیدانو د مړیود جنازې دستورې ترسره شوې
د ایران اسلامی جمهوریت په خپل مقاومت کی هیڅ شک نلری او د غلیم په وړاندی په مقاومت او دریدا کی هیڅ تردید نلری او امریکا خپله اصلی دښمنه بولی .
د تهران دبیلابیلو پرګنو په لسګونو زره خلکوبیګا د تهران د سپیڅلی دفاع دمیوزیم په باغ کې له ګمنامو۷۲ شهیدانو سره د الوداع معنوی دستورې جوړې کړی او دا د هغو یو سل پنځوسو شهیدانو له ټول څخه دی ، چې نن یي په اجتماعی ډول په تهران کې دجنازې معنوی دستورې ترسره شوي دی .
راپور ښئ له یو سل پنځوسو شهیدانو څخه ۳۴شهیدان پیژندل شوی چې په هغو کې دوې جنازې د حرم ددفاع کونکو دی اونور شهیدان هم ګمنام دی .
د ایران د قضاییه قوې مشر ابراهیم ریسی په دغودستورو کی د دې خبرې په کولو سره چی شهیدانو د ایران ملت ته مقاومت او دریدا ورزده کړه ، جوته کړه د ایران اسلامی جمهوریت په خپل مقاومت کی هیڅ شک نلری او د غلیم په وړاندی په مقاومت او دریدا کی هیڅ تردید نلری او امریکا خپله اصلی دښمنه بولی .