جامعه نړیواله ایټمی موافقه باید وساتل شی
ټاکل شوې ده د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډکمیشن تر ټولو وروستۍ غونډه نن په ویانا کې د ۴+۱ډلې د مرستیال خارجه وزیرانو او سیاسی مدیرانو په شتون سره جوړه شی .
ورئیټرز خبری آژانس راپورورکړ د فرانسې اوجرمنی دفاع وزیرانو فلورنس پارلی او اورسلافونډرلاین او دناټو یوشمیر غړو هیوادونو ددفاعی چارو وزیرانو په بروکسل کې ددغې موسسې په غونډې کې د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست مارک اسپر په شتون کې وئیلی دی ، له ایران سره جامعه نړیواله ایټمی موافقه باید وساتل شی او باید له خطرې سره مخ نشی .
په همدې اړه د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم په جاپان کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،هڅه به وکړی څو دامریکا ولسمشر ټرمپ قانع کړی ، چې نړیوالې ایټمی موافقې ته په بیرته ستنیدا کې د هغه ګټه ده . ټاکل شوې ده ماکرون په جاپان کې د جې اته ډلې دسرمشرې په څنډې کې له ډونالډټرمپ سره وګوری .
له دې سره په یووخت د امریکا په خارجه وزارت کې دایران په ضد د ایکشن کمیټې مشر برایّن هوک هم بیګا په یولړتکراری او سپکو څرګندونو کې وئیلی دی ، ایران له دې پرته چې د واشنګټن بندیزونو ته توجه وکړی باید په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې شی .
داپه داسې حال کې دی چې د ایران ،روسیې او چین استازو بیګا په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن د بدلونونو د ارزونې په خاطر درې اړخیزه غونډه جوړه کړې ده چې دایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی پکې شتون درلودلی دی .
ټاکل شوې ده د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډکمیشن تر ټولو وروستۍ غونډه نن په ویانا کې د ۴+۱ډلې د مرستیال خارجه وزیرانو او سیاسی مدیرانو په شتون سره جوړه شی .