ايران او پاکستان د تجارتي تعلقاتو په پراختيا تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83085-ايران_او_پاکستان_د_تجارتي_تعلقاتو_په_پراختيا_تاکيد
د ايران او پاکستان د پارلېماني دوستۍ ډلې د دوو اړخيز تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2019 12:07 Asia/Kabul
  • ايران او پاکستان د تجارتي تعلقاتو په پراختيا تاکيد

د ايران او پاکستان د پارلېماني دوستۍ ډلې د دوو اړخيز تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي شورا په جرګه کښې د ايران او پاکستان د پارلېماني دوستۍ د ډلې مشر احمد امير آبادي فراهاني پرون د ايران په قم کښې د پاکستان په سېنټ کښې د ايران او پاکستان د پارلېماني دوستۍ د غړيو په کتنه کښې وويل، د ايران او پاکستان د پارلېماني دوستۍ د ډلو د موافقې په عملي کېدو سره به د دواړو هېوادونو تجارتي مشکلات هوار شي.

هغه زياته کړه، په همدې لړ کښې به څلور ايراني وزيران د موافقو د حتمي کېدو لپاره ډېر زر پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان په سېنټ کښې د ايران او پاکستان د پارلېماني دوستۍ غړيو هم هيله څرګنده کړه چې د موافقو په عملي کېدو سره به د دواړو هېوادونوترمېنځ د تجارتي فعاليتونو د پراختيا او ودې زمينه له مخکښې نه زياته آسانه شي.