تر دباؤ لاندې مذاکره نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83111-تر_دباؤ_لاندې_مذاکره_نه_کوو
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي ټینګار وکړ: تر څو چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف دباؤنه دوام ولري، تر هغې به تهران خبرې اترې ونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • تر دباؤ لاندې مذاکره نه کوو

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي ټینګار وکړ: تر څو چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف دباؤنه دوام ولري، تر هغې به تهران خبرې اترې ونه کړي.

ایسنا خبري آژانس خبر ورکړی چې مجید تخت روانچي د امریکې سي، این، این ټي وي چینل ته په مرکه کښې زیاته کړه: واشنګټن باید له ایټمي موافقې د وتنې په هکله خپله غلطه فیصله بیرته واخلي او ایران د دباؤ او ګواښ په حالاتو کښې هیڅکله خبرې اترې او مذاکره نه کوي.

هغه د مقابل لورو د ځنډ په ځواب کښې د خپلو ایټمي ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران د اقدام په هکله هم وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو ژمنو خلاف ورزي نه کوي او په ایټمي موافقه کښې د لیکل شویو بندونو له مخې او هم د اروپایانو د لوظ ماتونو په وجه دا حق لري چې خپلې ژمنې کمې کړي.

تخت روانچي د اینسټکس په نامه د اروپا او ایران د مالي تبادلې د مکانیزم د پیلولو په هکله هم وویل: وخت په ختمیدو دی، د اروپایانو د مکانیزم پیلیدو څه باندې یو کال وخت اخیستی دی، اروپا باید بیړه وکړي او لګښت ورکړي او که داسې ونه کړي نو دا لاره چاره به بې ګټې وي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دایمي استازي هم داشان وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې شخړه او نښته نه غواړي خو هیڅکله به زور ته سر ټیټ نه کړي.