اسلامی ا یران دجامعې ایټمی موافقې هیڅ خلاف ورزی نه ده کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83136-اسلامی_ا_یران_دجامعې_ایټمی_موافقې_هیڅ_خلاف_ورزی_نه_ده_کړی
دایران خارجه وزیر د ۳۶مادې په اساس په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې د ځپلو حقوقو څخه د ایران د استفادې د بهیر په بیانولو سره وئیلی دی ، دغه ماده ددې ښودنه کوی ،چې له نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا په یواړخیز وتلو سره،ایران د پاخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو د زیاتولو اقدام کولی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 02, 2019 03:06 Asia/Kabul
  •   اسلامی ا یران دجامعې ایټمی موافقې هیڅ خلاف ورزی نه ده کړی

دایران خارجه وزیر د ۳۶مادې په اساس په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې د ځپلو حقوقو څخه د ایران د استفادې د بهیر په بیانولو سره وئیلی دی ، دغه ماده ددې ښودنه کوی ،چې له نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا په یواړخیز وتلو سره،ایران د پاخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو د زیاتولو اقدام کولی شی .

داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف بیګا په خپل ټولنیز  پیغام کې ټینګار کړی ، دایران  دیورانیمو دپخولو  د زیرمو  زیاتیدا  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې   په اساس ده .

 جواد ظریف  بیګا  په دغه پیغام کې  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې   دمادو په اساس  د پاخو شوو یورانیمو دزیرمه کولو لپاره د درې سوه کلوګرام ټاکل شوی سوئې څخه د ایران د تیریدا په تائیدولو سره  وئیلی دی ، د نړیوالې ایټمی موافقې  ۳۶ ماده ښئ  چې  دامریکا له وتلو وروسته ا یران  د  دغې نړیوالې موافقې ددغې مادې  لاره اجرائی  کولی شی .

  دایران  خارجه وزیر  د ۳۶مادې  په اساس  په دغې نړیوالې ایټمی موافقې  کې  د ځپلو حقوقو څخه  د ایران د استفادې   د بهیر په بیانولو سره   وئیلی دی ،  دغه ماده ددې ښودنه کوی ،چې  له نړیوالې ایټمی  موافقې  څخه  د امریکا  په یواړخیز وتلو سره،ایران د پاخو شوو یورانیمو  د زیرمه کولو  د زیاتولو  اقدام کولی شی  .

 محمد جوا دظریف دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په اساس دایران دحقوقو  د تضمین لپاره  درو اروپائی هیوادونو ،روسیې اوچین  ته  دایران د څو اونیو  فرصت ورکولو ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  په عین حال کې  او دې ته په پام سره چې که   درې اروپائی هیوادونه  پخپلو  ژمنو عمل وکړی ،نو مونږ به هم خپله  لاره بدله کړو .

 دایران ا سلامی جمهوریت  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ۲۶ او ۳۶ مادو   په اساس دخپلو حقوقو  د  دفاع لپاره  نړیوالې  ایټمی موافقې  کې   دخپلو ژمنو  دکمولو لپاره  یولړ اقدامات  غوره کړی دی .

 په عین حال کې په ویانا کې په نړیوالو  اورګانونو کې دا یران سفیر او ا ستازی کاظم  غریب آبادی  بیګا یوځل بیا  جامعې ایټمی موافقې ته دایران د پابند پاتیکیدو  په باب د  ایټمی  انرژۍ  دنړیوال آژانس  پنځلسو   راپورونو ته په  اشارې سره  ټینګار کړی ،  ایټمی خبرواترو ته  د ایران واریدیدا او  له جامعې  نړیوالې ایټمی موافقې سره د ایران یو ځای کیدا ، له ښه نیّت سره یو ځای وه  اوپه دې باب  په بشپړ توګه ا و  په جامع ډول   دخپلو ژمنو  اجرا ته پابند دی .