که دښمن غلطي وکړي، سزا ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83183-که_دښمن_غلطي_وکړي_سزا_ورکوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکي پوځ قومندان وویل: که دښمن په ایران تیری وکړي نو د خپلو کړو سزا به وویني.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 04, 2019 14:50 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکي پوځ قومندان وویل: که دښمن په ایران تیری وکړي نو د خپلو کړو سزا به وویني.

جنرال کیومرث حیدري نن په یولړ مراسمو کښې څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا توانیدلی چې په نړۍ کښې د قدرت یوه نومې هندسه راوپنځوي او د اقتدار داسې درجې ته رسیدلی دی چې په ټولو هواي، ځمکنیو، سمندري او حتی د سمندر په تل کښې له تیري ګرو سره د مقابلې توان لري.

هغه زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنان غواړي دا هیواد له خپل اصلي هدف او اقتداره وغړوي خو د ایران وسله وال ځواکونه دښمنان دې کار ته نه پریږدي.