اروپائی اتحادیه دې پخپلو مسئولیّتونوعمل وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83229-اروپائی_اتحادیه_دې_پخپلو_مسئولیّتونوعمل_وکړی
د اسلامی ایران ولسمشر دایران په ضد د امریکا اقتصادی بندیزونه او دباؤنه یو بشبړ اقتصادی جنګ او ترهه ګر حرکت وبالۀ او ټینګار ئې وکړ ،دغه اقتصادی جنګ په سیمې او نړۍ کې د نورو ګواښونو لامل کیدلی شی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 07, 2019 00:31 Asia/Kabul
  • اروپائی اتحادیه دې پخپلو مسئولیّتونوعمل وکړی

د اسلامی ایران ولسمشر دایران په ضد د امریکا اقتصادی بندیزونه او دباؤنه یو بشبړ اقتصادی جنګ او ترهه ګر حرکت وبالۀ او ټینګار ئې وکړ ،دغه اقتصادی جنګ په سیمې او نړۍ کې د نورو ګواښونو لامل کیدلی شی.

زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا  دفرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټیلیفونی خبرو کې پر اروپایانو غږ وکړ  د  نړیوالو تړونونو او دملګروملتو  د پریکړو په باب دې پخپلو مسئولیَتونو عمل وکړی .

 ډاکټر حسن روحانی  په دغو ټیلیفونی خبرو کې  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دساتلو لپاره د فرانسې د ولسمشر ټینګار ته په اشارې سره  وئیلی دی ،ایران  پّ تیرو څوارلسو میاشتو کې  او  دامریکا له درستو دباؤنو او بندیزونو سره سره  هڅه کړې ده ، د یوه سټراټژیک  صبر په چوکاټ کې دغه نړیواله موافقه وساتی .

 د اسلامی ایران ولسمشر  دایران  په ضد د امریکا اقتصادی بندیزونه او دباؤنه یو بشبړ اقتصادی  جنګ او ترهه ګر حرکت وبالۀ او ټینګار ئې وکړ ،دغه اقتصادی جنګ  په سیمې او نړۍ کې د نورو ګواښونو لامل کیدلی شی.

       د اسلامی ایران ولسمشر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس ایران وروستی اقدامات  په بشپړ ډول  ددغې موافقې په چوکاټ کې  او  دهغې د ساتنې لپاره  وبلل او  له اروپائی اتحادئې  ئې وغوښتل څو  د ملګروملتو د  پریکړه لیکونو او نړیوالو تړونونو په وړاندې دې  پخپلو مسئولیَتونو عمل وکړی او  په ځینو اقداماتو سره دې د جامعې نړیوالې ایټمی  موافقې د ساتلو لپاره لازیاته هڅه وکړی .  ډاکټر حسن روحاڼی ټینګار کړی ، ددرستو بندیزونو لیریکیدا  د ایران او+۵ +۱ ډلې ترمینځ  دیوه حرکت لپاره یوه پیلامه کیدلی شی .

 دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم  په دغه ټیلیفونی تماس کې ددې خبرې په کولو سره چې اروپائی اتحادئې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د امریکا له  هماغه پیله له دغه اقدام سره سخت مخالفت کړی دی ، ووئیل ،  دغه اتحادیه  د نړیوالې ایټمی موافقې ساتل غواړی او  په دې لارې کې ئې خپلې ټوله هڅې کارولی دی . ماکرون زیاته کړې ، دا منو چې د امریکا د بندیزونو دجبرانولو لپاره  داروپا اقدامات بریالی او کارنده نه دی ،خو   ددغې  موضوع د جبرانولو لپاره  مونږ درستې  هڅې کاروو .