د واکمنې شورا غونډه دامریکا لپاره دعبرت یو درس ؤ
د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې دایټمی انرژۍ د بیړنۍ غونډې جوړیدا او دجامعې نړیوالې ایتمی موافقې په چوکاټ کې د ایران د اقداماتو دارزونې لپاره دن ړیوال آژانس له واکمنې شورا څخه د امریکا غوښتنې ته په اشارې سره ، دا غوښتنه د سپینې مانۍ یو بې منطقه اقدام وبالۀ، چې د واکمنې شورا هم دغې غوښتنې ته خاصه پاملرنه نه ده کړې ، بلکې حاضرو هیوادونو له نړیوالې ایتمی موافقې د وتلو په دلیل پر واشنګټن نیوکې کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا بیګا په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ، امریکایان چې په ۲۰۱۸کال کې په یواړخیز ډول او د نړیوالو قوانینو او اصولو په خلاف ورزۍ کولو سره له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې وتلې ، له ایرانه غواړی ، ددغې نړیوالې ایتمی موافقې مادې دې رعایت کړی .