ايران د يو واحد چين له سياسته پوره ملاتړ اعلان کړ
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د يو واحد چين له سياست څخه د ايران پوره ملاتړ اعلان کړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي د يو واحد چين له سياست څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د پوره ملاتړ په اعلانولو سره د چين په کورنيو چارو کښې د امريکې او برطانيې د حکومتونو مخرب مداخلتونه او په دې وروستيو ورځو کښې په تائيوان او هانګ کانګ کښې تحريکونکي اقدامات وغندل.
په دې وروستيو هفتو کښې هانګ کانګ د حکومت مخالفو احتجاجونو کتونکے دے او احتجاج کونکو د دغې سيمې پارلېمان ته په ننوتلو سره په ورانکارۍ لاس پورې کړ.
خو برطانيې د احتجاج کونکو د اقداماتو د غندلو په ځاے له هغوي سره د چين د امنيتي ځواکونو د چلند په څه رنګوالي نيوکه وکړه او ادعا يې کړې ده چې که بيجېنګ په هانګ کانګ کښې د آزاديو احترام ونه کړي نو د خپلې دغې پالېسۍ د جدي نتائجو په طمه دې اوسي.
هانګ کانګ له 1842 نه تر 1997کاله پورې د برطانيې تر قبضې لاندې ؤ خو په 1997 کال کښې او له برطانيې سره د مخکښېنۍ معاهدې له ختمېدو وروسته له چين سره يوځاے شو. امريکه هم د تائيوان له ځاي حکومت څخه په فوځي او سياسي ملاتړونوسره د چين لپاره د سرخوږي رامنځته کولو کوشش کوي.