ورځپاڼو ته کتنه
له تهرانه د چاپيدونکو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه
د تهران چاپ اطلاعات ورځپانې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي خبر راخیستی چې وايي: صهیونیسټي رژيم او ملاتړي یې مخ په زوال روان دي.
خبر زیاتوي چې د ایران دملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی پرون په تهران کښې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له نائب رییس صالح العاروی سره په کتنې کښې وویل: له فلسطین څخه د ایران داسلامی جمهوریت ملاتړونه به په ماشوم وژونکو نیواکګرانو د مقاومت دبهیر تر بشپړه بریالیتوب پورې دوام ولری .
هغه وویل د فلسطین له موضوع د ملاتړ بنیادی اصل د ایران داسلامی انقلاب اصل دی او دغه ملاتړ به په ماشوم وژونکو نیواکګرانو د مقاومت د بهیر تر بشپړه بریالیتوب پورې دوام ولری .
دایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی د پیړۍ دمعاملې په نوم پلان یو ماتی خوړلی اقدام او د نه اجرا وړ چاره وبلله او ویې ویل صهیونیسټ رژیم او دهغه ملاتړی په ماتیدونکو او مخ په ځوړتیا شرایطو کښې دی او هغه جعلی پلانونه به چې د فلسطین دخلکو له غوښتنې او ارادې سره په تضاد کښې ووسی هیڅکله نتیجې ته ونه رسیږی .
شمخانی په دې خبرې سره چې ځینې عرب واکمنانان د فلسطین د اصلی ملاتړو او د مقاومت ډلو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوی نن له صهیونیسټی دښمن سره تعامل لری او د مسلمانانو د وژلو لپاره دهغوې له پوځی سلاکارانو مرسته ترلاسه کوی ټینګار وکړ د فلسطین دخلکو د حقه حقونو او د بریالیتوب یوازنۍ لاره په اسلامی مقاومت او داخلی ارادې باندې تکیه کول دی .
په تهران کښې د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر صالح العاروی هم د فلسطین دخلکو له مقاومت څخه د ایران داسلامی جمهوریت د پرله پسې ملاتړونو په قدرونې سره ټینګار وکړ د فلسطین ملت د صهیونیسټ رژیم له ګواښونو نه ویریږی او د ځینو خپلواکه او انقلابی هیوادونو په ملاتړ سره به د نیواکګرانو د تیریو په وړاندې مقاومت وکړی .
**
له تهرانه چاپيدونکې ایران ورځپاڼې بیا د بوریس جانسن یو انځور چاپ کړی او ورسره په سرټکي کښې یې لیکلې دي: د ټریزا می ځای ناستی، لسم نمبر کور ته ورسید. بوریس جانسن د انګلستان د وزیراعظمۍ پر څوکۍ کښیناسته.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د انګلستان نوي وزیراعظم ته په خپل پیغام کښې لیکلې دي: د ایران د تیلي کشتۍ نیول سمندري غلا او ډاکه ماري ده.
د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون د انګلستان د لومړی وزیر په توګه د بوریس جانسن په ټاکل کیدا د مبارکۍ په ویلو سره وویل: تهران له کوم هیواد سره د ټکر هڅه نه کوي. ایران په فارس خلیج کښې پینځلس سوه (۱۵۰۰) میله ساحل لری او دهغه ساتنه به وکړي.
ښاغلي ظریف وویل چې د ایران د تیلو د کشتۍ نیول سمندري غلا ده کومه چې د امریکا په حکم نیول شوی ده .
ورځپاڼه یادونه کوي چې د انګلستان سمندری ځواک د جولاۍ په ۵ نیټه په جبل الطارق اوبلارې کښې د ایران دتیلو یوه(۱) کشتۍ ونیوله په دې پلمې سره چې د سوریې پرضدد اروپایی اتحادیې د بایکاټونو خلاف ورزۍ یې کړی ده .
**
د تهران چاپ خراسان ورځپاڼې بیا په سپینه ماڼۍ کښې له ډونلډ ټرمپ سره د پاکستان د وزایراعظم عمران خان د کتنې انځور چاپ کړی چې په کښې عمران خان ټرمپ ته ګوري او خاندي. د هغه د خندا وجه دا ده دا مریکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ په سپینې ماڼۍ کښې په دغې کتنې کښې دافغانستان دجنګ دختمولو په اړه ویلی وو :امریکا له پوځی لارې په اوو(۷) ورځو کښې دافغانستان په جنګ کښې بریالۍ کیدلای شی خو په دغه کار سره کابو لس(۱۰) لکه کسان وژل کیږی او افغانستان به دنړۍ له نقشې حذف شي نو په دې وجه مونږ غواړي چې له افغانستانه د وتنې لپاره له خپلو سیمه ایزو انډیوالانو سره ملګرتیا وکړو څو د دوو لسیزو دا جګړه پاې ته ورسوو.
د ټرمپ د دې څرګندونو په وجه د پاکستان وزیراعظم له خندا ورغله چې په خپرو شویو تصویرونو کښې یې لیدی شو.
ورته مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دغه هیواد ولس ته د ټرمپ سپکاوي ته سخت غبرګون وښود او په دې لړ کښې د زیات وضاحت غوښتلو په ترڅ کښې یې وویل چې د افغانستان ولس هیڅ کوم بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او بیا به یې هم ور نه کړي.
له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړی روحیې په غندلو سره دهغه څرګندونې د افغانستان دخلکو سپکاوی وباله .
کرزی وویل د افغانستان په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونې ددې ښودنه کوی چې د واشنګټن چارواکي انساني کرامت او ژوند ته هیڅ احترام نه کوي او له بشري حقوقو د دوې ملاتړ یوازې دوکه ده .
د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي وویل: د امریکا حکومت دوه(۲) کاله مخکې په افغانستان کښې د ستر غیر اټومی بم په غورځولو سره د افغانستان د خلکو د ملي واکمنۍ او د بشر دوستانه ارزښتونو په هکله خپل ناوړه نیت وښود.
هغه وویل امریکا د باور وړ نه ده او د افغانستان خلک له پاکستان سره د واشنګټن په پټو خبرو ډیر اندیښمن دی .