بحرین دصهیونیسټانو په ازمیښت ځای بدل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83702-بحرین_دصهیونیسټانو_په_ازمیښت_ځای_بدل_شوی
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان د بحرین د دوو (۲) ځوانانو په اعدامیدا (پانسی کیدا)د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل ال خلیفه رژیم بحرین د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د سخا سیاستونو په ازمیښت ځای بدل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2019 09:49 Asia/Kabul
  •  دیمن کړکیچ پوځي حل لاره نلري او عربستان باید د ملکیانو، ښځو او د ماشومانو پرضد خپل هره ورځني تیري پاې ته ورسوي .
    دیمن کړکیچ پوځي حل لاره نلري او عربستان باید د ملکیانو، ښځو او د ماشومانو پرضد خپل هره ورځني تیري پاې ته ورسوي .

زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان د بحرین د دوو (۲) ځوانانو په اعدامیدا (پانسی کیدا)د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل ال خلیفه رژیم بحرین د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د سخا سیاستونو په ازمیښت ځای بدل کړی دی .

هغه د بحرین دال خلیفه رژیم په فیصلو کښې د بهرنیو هیوادونو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل دبحرین د ملت غوښتنو ته د ال خلیفه رژیم بې پامۍ په هیواد کښې د خلکو او دحکومت ترمینځ د درز د رامینځته کیدا سبب شوی ده .

امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې په بحرین کښې ډیموکراسۍ مړه شوی ده وویل په بحرین کښې کړکیچ ډیر جدی دی او د حکومت او د  حکومت دمخالفانو ترمینځ  خبرې اترې دغه هیواد له کړکیچ څخه ایستلی شی .

په نړیوالو چارو کښې دایران  د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان دغه راز د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د پیړۍ د معاملې پلان ته په اشارې سره وویل د پیړۍ معامله به د امریکا د نورو پلانونو په څنګ کښې دسپینې ماڼۍ په قبرستان (هدیرې ) کښې خاورو ته وسپارل شی .

هغه په یمن د سعودی عربستان پوځی تیری ته په اشارې سره وویل دیمن کړکیچ پوځی حل لاره نلری او عربستان باید د ملکیانو، ښځو او د ماشومانو پرضد خپل هره ورځنی تیری پاې ته ورسوی .