دایران محصیلینو د هند سفارت مخ ته اعتراض وکړ
-
د کشمیر خلک د ټولپوښتنې په هکله د ملګروملتونو دامنیت شورا د پریکړه لیک داجرا غوښتونکي دي .
فارس خبری اژانس وایی دایران محصیلینو د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کې د مسلمانانو په وژلې اعتراض کښې په تهران کښې دهندوستان دسفارت مخ ته غونډه وکړه .
د ایران محصیلینو نن په لاسونو کښې دپلې کارډونو (Placard) په لیږدولو سره د کشمیر دمسلمانانو پرضد د هند د حکومت اقدامات وغندل او ددغو کارونو د بندیدا غوښتنه یې وکړه .
دایران محصیلینو دغه راز د هندوستان ترکنټرول لانډې د کشمیر د مسلمانانو په حالت د نړیوالو ټولنو د غور غوښتنه وکړه .
هندوستان کلونه کلونه کیږی چې د پوځیانو په دیره کولو سره یې د کشمیر ځینې سیمې په خپل کنټرول کښې اخیستی دی او په تیرو دیرشو (۳۰)کلونو کښې یې په لسګونو زره کسان وژلی دی .
د کشمیر خلک د دغه سیمې د برخلیک دټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په هکله د ملګروملتونو دامنیت شورا د پریکړه لیک داجرا غوښتونکی دی خو د هندوستان حکومت تل له دغه اقدام سره مخالفت کوی .