په فارس خلیج کښې به د امریکې او انګلستان شتون ونه زغمو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84112-په_فارس_خلیج_کښې_به_د_امریکې_او_انګلستان_شتون_ونه_زغمو
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان: د امریکې او انګلستان او د هر هغه هیواد بدماشي نه منو چې په فارس خلیج کښې د ګډوډي جوړولو په تکل کښې وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2019 11:20 Asia/Kabul
  • په فارس خلیج کښې به د امریکې او انګلستان شتون ونه زغمو

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان: د امریکې او انګلستان او د هر هغه هیواد بدماشي نه منو چې په فارس خلیج کښې د ګډوډي جوړولو په تکل کښې وي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او نړۍ هیوادونو ته وايي چې د امریکې او انګلستان او د هر هغه هیواد بدماشي به ونه مني چې په فارس خلیج کښې د ګډوډي جوړولو په تکل کښې وي.

ایډمرل علیرضا تنګسیري په دې خبرې سره چې له هرمز اوبلارې تیریدل د ټولو لپاره آزاد دي او ایران یې امنیت ټینګوي، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د هغو پردیو هیوادونو په وړاندې چې د ناکرارۍ او ناامنۍ او ګواښ رامینځته کولو په نیت فارس خلیج ته راځي، ټینګ اودریږي او په سیمه کښې د امنیت په رامینځته کولو کښې به خپله دنده ترسره کړي.

د سپاه د سمندري ځواک قومندان څرګنده کړه: د سیمې هیوادونه دې پوه شي چې ایران د اسلامي هیوادونو او ولسونو په لور د دوستۍ لاس اوږد کړی دی او ائتلاف او د کشتیو اسکورټ د امنیت رامینځته کولو په لړ کښې د سپاه په ماموریت کښې هیڅ خلل نه شي رامینځته کولی.