ستوري په لمن کې
قدرمنو دوستانو د ستر ایراني شاعر سعدي شیرازي د نیکمرغه زوکړې په شپو ورځو کې یوو ، دغه مناسبت هم د دغه لوي ایرانی شاعر په وسیله د ګلستان نومې کتاب د لیکلو له پیلیدا سره په یووخت دی ،یعني هغه سعدي شیرازي چې مونږ ته ئې رازده کړې ده چې ؛؛؛؛ بنیآدم اعضای یکدیگرند / که در آفرینش ز یک گوهرند؛ یعني دا چې بنی آدم د یوه بل د بدن غړي دي، چې په پنځونې کې ئې خټه له یوه ګوهره ده.:::
دوستانو د تکړه شاعر سعدي شیرازي د ځائيګي په عظمت باندې د پوهیدا لپاره په یوه هغه ټاټوبی باندې غور کولو ته مجبوره یوو چې ئې هغه روزلی دی. یعني لوي ایران: په دغه لوي او پراخ ټاټوبی کې تاریخ، په تورې سره نه ،بلکې په قلم سره رامینځة شوی دی. هغه مهال چې فتنې او لښکر کشئ پاي ته رسیږي، نو هغه څه چې ددغه ټاټوبی پر کلتور او فرهنګ ځلیږي،هغه لویه نامه ده چې د ایراني هویّت او اخلاقو اډاڼئ ئې په ټکو سره جوړه کړې ده. ایرانی کلتور همیشه له عقلمندئ او انسان پالنې سره غوړیدلی دی . له حکیمانو او فلسفیانو رانیولې تر عارفانو او نجومیانو پورې، ډیر ستور پيژاندي شخصیّتونه ددغه هیواد د علم او ادب په آسمان کې وځلیدل؛ د ابوعلی سینا په څير لویان، چې یونانی عقل ئې په اسلامی ایمان سره اغښلی دی، فارابی چې د موسیقئ روح ئې د فلسفې په نغمو سره یوځای کړی ، او خوارزمي چې د نړئ د محاسباتو کړکئ ئې پر انسان پرانیستله. دوي ټول ګواه دي چې ایرانی روح تل د عدالت، نظم او دانائۍ په لټون بوخت دی.په دې مینځو میان کې ایراني شاعرانو غوره او ځانګړی رول درلودلی دی؛ دوي د ملت ویښ وجدان وو،فردوسي، د توس حکیم ، پخپلې شاهنامې سره د فارسی ژبې په بدن کې د ملیّت او حماسې روح پوو کړ او د پرَدَیو قومونو په یرغلونو کې ئې د ایراني هویّت د دړې وړې کیدا مخه ونیوله. له هغه وروسته مولانا جلال الدین بلخي، په عرفان سره سربداله انسان الهي عرفان ته وباله او حافظ شیرزاي، لسان الغیب، له ریّا څخه پرده پورته کړه او زمیني عشق ئې ملکوت ته د عروج پوَړئ کړه.البته د فارسی شعر د اوج په سر او څوکې کې، په سعدي شیرازی مشهور د ابو محمد مشرف الدین مصلح بن عبدالله د بې ګمانه اجتماعي اخلاقو او د عملی پوهې لوړ او ولاړ غَر دی. د تاریخي متنونو پر اساس، سعدي شیرازي د اومې هجري قمری پیړئ په ګډوډیو او جلال کې په شيراز کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. په هغه وخت کې چې د ایران د حاکمې لړئ قدرت، یعنې سلجوقیان،کمزوری کیدل او ځاي اتابکان په فارس کې واکمن شوي ، د علم او ادب په یوې کورنئ کې یو ماشوم وزیږید چې نوم یې "مصلح" کېښودل شو. د هغه د زېږیدنې وخت د روایتونو له مخې د ۶۰۰ څخه تر ۶۱۵ هجري قمري (یعنی ۱۲۰۳ میلادي کاله تر ۱۲۱۸ میلادي کال پورې ) په مینځ کې اټکل کیږي.سعدي په دولس کلنئ کې خپل متفکر او دانشمند پلار له لاسه ورکړ ، شیراز په هغه وخت کې چې د عراق او آذربایجان د اتابکانو له غلو او لانجو سره مخ ؤ یوازې پاتې شو. خو د هغه بې ساري استعداد او هوش او ذکاوت په خلکو کې هغه له بې نامو کسانو څخه په غوره نامې مشهور کړ او ورته ئې ډير باؤر ورپه برخه کړ. هغه بغداد ته روان شو، چې د علم او عباسي خلافت مرکز و، او په نظامیه مدرسې کې چې د اسلامي نړۍ ترټولو معتبر علمي مرکز و، د ادب، تفسیر، فقه، کلام او حکمت زده کړې وکړې. نظامیه مدرسه په هغه وخت کې د لویو شخصیّتونو د روزنې مرکز ؤ او سعدی هلته داسې علمي مقام ترلاسه کړ چې وکولئ شول د خطیب او واعظ په توګه د عرفان او ځان پېژندلو په لاره کې ګام پورته کړي. که "بوستان" د هغه څه چې باید وائ انځور وی، نو د سعدي "گلستان" د هغه څه چې واقعیّت دی،یوه هینداره ده . سعدی شیرازي په دغه کتاب کې،چې له بوستان یو کال وروسته لیکل شوی،په مسجع (قافیه لرونکې) او خوږ نثر سره د خلکو په مینځ کې دی.د گلستان د لومړي باب په لومړي حکایت کې، یو پاچا د یو اسیر د وژلو امر کوي. اسیر په ناامیدۍ کې پاچا ته سپکې خبرې کوي. یو نېک سیرته وزیر د بندي د ژوند د ژغورلو لپاره پاچا ته یو مصلحتي دروغ وائي چې هغه د والکاظمین الغیظ..." ایت په تلاوت بوخت دی. بل خوا یو حسود یا حسد کونوکی وزیر حقیقت وائي چې اسیر سپکې خبرې کولې. د پاچا غبرګون د بخشش او لویوالي یو لوي درس دی:حاکم وائي: "زه هغه مصلحتي درو غ خوښوم چې د یو کس ژوند وژغوري، تر هغه حقیقته، چې غوسه زیاتوي."دا حکایت ښئي چې سعدی د انسانانو د ژوند د ساتلو او د دوي د کرامت لپاره تر کومه حده دفاع کوي. = سعدي شيرازي یوازې یو شاعر نه، بلکې د بشریت یو لوی معلم دی
. هغه له شيرازه د علم له مکتب څخه او له خطرناکو سفرونو څخه راپورته شوی او د تاؤتریخوالي او جهالت په دور کې، د سولې، عقل او اعتدال او انصاف جارچي شوی. هغه ملګری چې په سعدي باندې ئې کرکتنې کولې او هغه ئې هڅوه چې "بوستان" او "گلستان" ولیکي، شاید نه پوهېده چې د دې گلستان ګلونه به له څو پيړیو وروسته په ټولې نړۍ کې غوړېږي او زړونه او نظرونه به فکر کولو ته اړ باسي.د سعدي هنر په دې کې ؤ چې تر ټولو پیچلي انساني مفاهیم په ساده کلمو کې راټول کړي. هغه مونږ ته راوښودله چې «بنی آدم د یو بل غړي دي» او دا شعر په یوازې ځان د بشري حقوقو منشور دی. هغه په داسې دور کې چې ژبه د قدرت وسیله وه، له هغې ئې د عدالت او اخلاقو ساتونکې جوړه کړه. شیخ اجل سعدي، له یوه شاعر ورهاخوا، د انسان د روح او ټولنیزو اړیکو په پېژندلو کې یو تکړه ښوونکی او استاد دی. هغه څه چې په وړاندې راځي، د هغه د ژوند د ژور نظر لنډیز دی چې د کابو اوو پیړیو له تېرېدو سره سره، لا هم تازه، ګټور او د ننني ژوند د ستونزو لپاره غوټه پرانیستونکې دي. ؛ تا مرد سخن نگفته باشد/ عیب و هنرش نهفته باشد؛یعني ؛ تر هغه چې سړی خبرې ونه کړي / د هغه عیب او هنر پټ وي::سعدي په دې لنډ بیت کې یوه ترټولو اساسی ټولنیز اروا پيژندونکي اصل ته اشاره کوي. تر هغه وخته چې انسان خوله خلاصه نه کړي،یعنی څه ونه وائي، د هغه شخصیت، د پوهې او ناپوهۍ اندازه، او ادب یا بې ادبي په یو ناڅرګند حالت کې وي. دا خاموشي ده چې د عیبونو یا هنرونو پرده پټَوي. لکه څنګه چې کلمې په ژبې جاری کیږي،نو د هغه کس له باطني ارزښته پرده پورته کېږي. په حقیقت کې، سعدي مونږ ته خبرداری راکوي چې د خپلو خبرو په باب پام وکړو، ځکه چې زمونږ خبرې دي چې په لومړي تماس کې زمونږ د شخصیت پیژندنه نندارې ته وړاندې کوي. [صراف سخن باش سخن بیش مگو / چیزی که نپرسند تو از پیش مگو]یعني ؛د خبرو صراف (زرګر یا طلا پیژندونکی) ووسه، ډېرې خبرې مه کوه / هغه څه مه وایه چې څوک ئې نه پوښتي::دا درس د لومړي درس بشپړونکی دی. سعدي له مونږ څخه نه غواړي چې بشپړ خاموشي او چُپتیا غوره کړو ، بلکې وائي چې د خبرو پيژاند او هوښیار ووسو. دلته د "صراف" (زرشناس یا زرګر)تشبیه ډېر ښه تشبیه دی. لکه څنګه چې یو صراف هره سکه وزن کوي او یوازې خالص او سوچه سره زر یا طلا مني، مونږ هم باید خپلې کلمې یا خبرې باید له خولې ویستلو مخکې وزن کړو چې ؛ آیا دا خبره اړینه ده؟ ایا آورېدونکی د دې وړتیا لري؟ ډېرې خبرې کول او هغه معلومات ورکول چې څوک ئې نه غواړي، که رښتیا هم وي، د نورو د نفسیاتي حریم بې حرمتي او د کم عقلئ نښه ده. سعدي مونږ ته رازده کوي چې ادب دا غواړي چې مونږ د پوښتنې په انتظار پاتې شو، او که نه، نو خاموشي غوره ده. ؛ اندازه نگهدار که اندازه نیکوست / هم لایق دشمن هست هم لایق دوست ؛یعني!؛اندازه وساتئ ،یعني انډَول وساتئ،چې اندازه ښه ده / دا د دښمن او د دوست دواړه وړتیا ده»اعتدال او میانه روی د سعدي د اخلاقو یو مهم ټکی دی . هغه په دې ښکلي بیت کې مونږ ته یادونه کوي چې په هر حالت کې افراط (زیاتوالي) او تفریط (کموالی) مکروه دي، حتی په نېکۍ کولو کې هم. دا نظر ډېر حکیمانه دی. د دښمن په اړه «اندازه ساتل» په دې معنی ده چې په دښمنۍ کې دومره زیاتوالي ونه کړو چې شاید یوه ورځ هغه دښمن زمونږ دوست یا همکار شي. د دوست په اړه هم «اندازه ساتل» په دې معنی دي چې دومره مصرف ونه کړو یا دومره هم خواږه ونه ووسو او دومره بې پروا نه شو چې حرمتونه مات شي او دوست بې حیا شي. اندازه ساتل د انساني احساساتو په مینځ کې د انډول د ساتلو هنر دی. ؛ چو بینی یتیمی سر افکنده پیش / مزن بوسه بر روی فرزند خویش ؛یعني! ؛کله چې یو یتیم سر په زنګانو کې یا سرټيټي ووینئ،نو خپلو بچیانو سره بیا د هغه په وړاندې مینه او َمچ کَول مه کوئ::: د سعدي دغه بیت د هغه د احساساتي او اخلاقي هوش لوړ مقام ښئي. هغه له مونږ نه غواړي چې له خپل اولاد سره مینه ونه کړو، بلکې مونږ ته د حقیقي همدردۍ آداب ښئي. سعدي پوهېږي چې د نورو د خوشحالئ لیدل، د یو دردمن او ناامیده انسان لپاره د هغه پر زخمونو یو بل زخم دی. کله چې ته یو یتیم او سر ښکته ماشوم وګورې، باید په خپل ماشوم باندې په مچ کولو او مینه کولو سره هغه ته د خپل مور او پلار نعمت ورښکاره نه کړې. دا ساده چلند د هغه غم دوه چنده زیاتوي . د سعدي درس دا دی: چې خپله خوشحالي یوازې پخپل ځان کې وساتئ او په عام ځای کې د نورو پټو دردونو لپاره مرهم کېږئ.؛ ای دوست بر جنازهٔ دشمن چو بگذری / شادی مکن که با تو همین ماجرا رود؛«ای دوست! کله چې د دښمن په جنازې تېر شې ! نو خوشحاله کېږه مه، ځکه دا کار به له تا سره هم وشي::دا د سعدي له شریفو اخلاقي درسونو څخه یو دی. هغه د انسان هغه فطرت، چې د دښمن په ناکامئ یا مړینې خوشحاله کېږي، په یو منطقي ډول
بیداروي. د دښمن په مړینې خوشحالي کول د لنډ فکرئ او د خپلې ناڅاپې مړینې د هېرولو نښه ده. سعدي وايي چې مړینه یو ګډ تقدیر دی؛ ژر یا په ځنډ سره ، د مونږ وار هم رارسیږي.. دا نظر نه یوازې مونږ له کینې او د دښمن پر ناکامئ له خوشحالۍ منع کوي، بلکې مونږ ته عبرت او عاجزي هم راښئي. د خوشحالۍ پر ځای، باید له دې صحنې درس واخلو او د خپل روح د پاکولو او تیارولو په اړه فکر وکړو.= ګلونو آوریدونکو که مونږ وغواړو چې لوي سعدي یوازې د هغه د بیتونو له لارې وپېژنو، نو شپو ورځو او حتی میاشتو میاشتو فرصت ته اړتیا لرو ، نو زمونږ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ چې یوازې د دغه حکیم یاد او خاطره ولرو . البته تاسو قدردانو آوریدونکو او کتونکو ته سپارښتنه کوو، چې حتماً د دې حکیم له کتابونو څخه ګټه پورته کړئ راځئ چې له ځان سره دا ژمنه وکړو چې خپلې خبرې او کلام د "گلستان" په څېر ښکلی کړو او خپل چلند د "بوستان" په څېر حکیمانه جوړ کړو. نور مو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، بریالي او سوکاله ووسئ. ژباړن؛ـ(سیماب)