ایران به زر د اټومی ژمنو دکمولو ګام پورته کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84401-ایران_به_زر_د_اټومی_ژمنو_دکمولو_ګام_پورته_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل تهران ژر داټومی ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام اعلانوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 04, 2019 05:17 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ټرمپ د تیر میلادي کال دمي دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه په رسمي ډول خپل هیواد له اټومي تړون څخه وویست .
    دامریکا ولسمشر ټرمپ د تیر میلادي کال دمي دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه په رسمي ډول خپل هیواد له اټومي تړون څخه وویست .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل تهران ژر داټومی ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام اعلانوی .

ظریف  چې د یوه(۱) لوړرتبه پلاوی په مشرۍ د بنګلادیش پلازمینې ډاکا ته تللی دی بیګا ددغه ښار په هوایی ډګر کښې د ایران داټومی ژمنو د کمولو ددریم (۳) ګام د اجرا په هکله وویل که چیرې اروپایی هیوادونه تر سبا ورځې (پنجشنبې ) پورې د خپلو ژمنو د اجرا لپاره ضروری اقدام ترسره نکړی ایران به خپل دریم (۳) ګام پیل کړی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جوادظریف ټینګار وکړ ددریم (۳) ګام پورته کول د خبرو اترو د ختمیدا په معنا نه دی بلکې تهران خبرو ته دوام ورکوی او هرکله چې اروپایی هیوادونه د خپلو ژمنو اجرا کولو ته ورستانه شول ایران هم خپل اقدامات بندوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د تیر میلادی کال دمی دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه په رسمی ډول خپل هیواد له اټومی تړون څخه وویست او دایران پرضد یې له سره بایکاټونه ولګول .

اروپایی هیوادونو هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه اقدام سره له سیاسی او ډیپلوماټیک مخالفت کولو سره سره تراوسه د امریکا دبایکاټونو په مقابل کښې د ایران دګټو دساتلو لپاره د خپلو ژمنو داجرا لپاره کوم اغیزشیندونکی او کافی عملی اقدام نه دی ترسره کړی .

دایران اسلامی جمهوریت خبرداری ورکړی دی د اروپایی هیوادونو لخوا د خوځښت د نه ترسره کیدا په بڼه  کښې دسپتمبر دمیاشتې له شپږمې (۶) نیټې څخه د خپلو اټومی ژمنو د کمولو لپاره دریم(۳) ګام پورته کوی .