چین له ایران سره دوستانه اړیکو ته دوام ورکوی
امریکا هڅه کوی له هرپلوه دایران دمنزوی کولو هڅه وکړی او هیوادونه په بندیزونو په ویرولو سره دې ته اړ کړی ، چې له ایران سره له هرډول ملګرتیاؤ ډډه وکړی ،خو تر دې دمه په دغو سپیرو هڅو کې ناکامه شوې او پخپله په مختلفو ډګرونو کې منزوی شوې ده .
د چین دخارجه وزارت ویندوی ګنګ شوانګ بیګا په بیجینګ کې په خبری کنفرانس کې د ایران اوچین د ښو اړیکوپر ساتلو په ټینګار سره وئیلی دی ،بیجینګ له تهران سره په بیلابیلو زمینو کې خپلو ملګرتیاؤ ته هماغه راز دوام ورکوی.شوانګ وئیلی ، چین او ایران ښې اودوستانه اړیکې لری او دواړه هیوادونه له یوه بل سره په بیلابیلو زمینو کې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ګټه ورې ملګرتیاوې کوی .
داپه داسې حال کې دی چې امریکا هڅه کوی له هرپلوه دایران دمنزوی کولو هڅه وکړی او هیوادونه په بندیزونو په ویرولو سره دې ته اړ کړی ، چې له ایران سره له هرډول ملګرتیاؤ ډډه وکړی ،خو تر دې دمه په دغو سپیرو هڅو کې ناکامه شوې او پخپله په مختلفو ډګرونو کې منزوی شوې ده .