چین له ایران سره دوستانه اړیکو ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84427-چین_له_ایران_سره_دوستانه_اړیکو_ته_دوام_ورکوی
امریکا هڅه کوی له هرپلوه دایران دمنزوی کولو هڅه وکړی او هیوادونه په بندیزونو په ویرولو سره دې ته اړ کړی ، چې له ایران سره له هرډول ملګرتیاؤ ډډه وکړی ،خو تر دې دمه په دغو سپیرو هڅو کې ناکامه شوې او پخپله په مختلفو ډګرونو کې منزوی شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2019 03:24 Asia/Kabul
  • چین له ایران سره دوستانه اړیکو ته دوام ورکوی

امریکا هڅه کوی له هرپلوه دایران دمنزوی کولو هڅه وکړی او هیوادونه په بندیزونو په ویرولو سره دې ته اړ کړی ، چې له ایران سره له هرډول ملګرتیاؤ ډډه وکړی ،خو تر دې دمه په دغو سپیرو هڅو کې ناکامه شوې او پخپله په مختلفو ډګرونو کې منزوی شوې ده .

 د چین دخارجه وزارت ویندوی ګنګ شوانګ بیګا په بیجینګ کې په خبری کنفرانس کې د ایران اوچین د ښو اړیکوپر ساتلو په ټینګار سره وئیلی دی ،بیجینګ له تهران سره  په بیلابیلو زمینو کې خپلو ملګرتیاؤ ته هماغه راز دوام ورکوی.شوانګ وئیلی ، چین او ایران ښې اودوستانه اړیکې لری او دواړه هیوادونه   له یوه بل سره  په بیلابیلو زمینو کې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې  ګټه ورې ملګرتیاوې کوی .

 داپه داسې حال کې دی چې  امریکا  هڅه کوی له هرپلوه  دایران دمنزوی کولو هڅه وکړی  او هیوادونه په بندیزونو په ویرولو سره دې  ته اړ کړی ، چې  له ایران سره له هرډول ملګرتیاؤ ډډه وکړی ،خو تر دې دمه په دغو سپیرو هڅو کې ناکامه شوې او  پخپله  په مختلفو ډګرونو کې منزوی شوې ده .