د امریکا اقتصادی ترهګرۍ په عادی خلکو برید کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84457-د_امریکا_اقتصادی_ترهګرۍ_په_عادی_خلکو_برید_کوی
زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل د خپلواکه هیوادونو پرضد دامریکا اقتصادی ترهګرۍ په عادی خلکو اغیز شیندی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 06, 2019 13:23 Asia/Kabul
  • دایران دتیلو دصادراتو دمخه دنیولو لپاره دامریکا زورویونکي اقدامات د لویدیځې اسیا په بې ثباته سیمه کښې د ارامښت او دسولې لپاره ګواښ دی .
    دایران دتیلو دصادراتو دمخه دنیولو لپاره دامریکا زورویونکي اقدامات د لویدیځې اسیا په بې ثباته سیمه کښې د ارامښت او دسولې لپاره ګواښ دی .

زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل د خپلواکه هیوادونو پرضد دامریکا اقتصادی ترهګرۍ په عادی خلکو اغیز شیندی .

هغه نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې دکیوبا هیواد دخارجه وزیر برونو روډریګز پیغام ته په ځواب کښې چې د ایران پرضد یې  د امریکا نوی بایکاټونه غندلی دی وویل د کیویا د چین د روسیې د سوریې دایران او دنورو هیوادونو پرضد د امریکا اقتصادی ټروریزم په خورا توګه په ملکی خلکو اغیز شیندلی دی چې واشنګټن د بې ګناه خلکو په ویرولو سره خپلو ناجایزو سیاسی هدفونو ته ورسیږی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  زیاته کړه امریکا په خپلواکه هیوادونو د بایکاټونو په لګولو سربیره سمندری غلا ، رشوت اخیستلو او په زوره له نورو هیوادونو د پیسو اخیستلو ته هم مخه کړی ده .

د کیوبا خارجه وزیر برونو روډریګز پرون وویل د ایران دسمندری ارګانونو پرضد دامریکا بایکاټونه د نړیوال قانون د خلاف ورزۍ بل مورد دی .

هغه وویل دایران دتیلو دصادراتو دمخه دنیولو لپاره دامریکا زورویونکی اقدامات د لویدیځې اسیا په بې ثباته سیمه کښې د ارامښت او دسولې لپاره ګواښ دی .