د امریکا اقتصادی ترهګرۍ په عادی خلکو برید کوی
-
دایران دتیلو دصادراتو دمخه دنیولو لپاره دامریکا زورویونکي اقدامات د لویدیځې اسیا په بې ثباته سیمه کښې د ارامښت او دسولې لپاره ګواښ دی .
زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل د خپلواکه هیوادونو پرضد دامریکا اقتصادی ترهګرۍ په عادی خلکو اغیز شیندی .
هغه نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې دکیوبا هیواد دخارجه وزیر برونو روډریګز پیغام ته په ځواب کښې چې د ایران پرضد یې د امریکا نوی بایکاټونه غندلی دی وویل د کیویا د چین د روسیې د سوریې دایران او دنورو هیوادونو پرضد د امریکا اقتصادی ټروریزم په خورا توګه په ملکی خلکو اغیز شیندلی دی چې واشنګټن د بې ګناه خلکو په ویرولو سره خپلو ناجایزو سیاسی هدفونو ته ورسیږی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف زیاته کړه امریکا په خپلواکه هیوادونو د بایکاټونو په لګولو سربیره سمندری غلا ، رشوت اخیستلو او په زوره له نورو هیوادونو د پیسو اخیستلو ته هم مخه کړی ده .
د کیوبا خارجه وزیر برونو روډریګز پرون وویل د ایران دسمندری ارګانونو پرضد دامریکا بایکاټونه د نړیوال قانون د خلاف ورزۍ بل مورد دی .
هغه وویل دایران دتیلو دصادراتو دمخه دنیولو لپاره دامریکا زورویونکی اقدامات د لویدیځې اسیا په بې ثباته سیمه کښې د ارامښت او دسولې لپاره ګواښ دی .